نیمروز: تعلیمی مرکزپرانستل شو

جاويد احمد تنوير | فبروري 16th, 2013


 دنیمروز ولایت په زرنج ښار کی دښاروالۍ مامورینو دظرفیت لوړولو او دتعلیمي سطحه دلوړوالي په موخه یو روزنیز کورس  دښاروالۍ او رمپپ موسسی په ګډه مرسته پرانستل شو. پدغه ورکشاپ کی به دښاروالي نژدی ۲۰ تنه مامورین ورزل شی اوپه را تلونکی کی به بیا دښاروالي په چاروکی ډير برلاسی وی ځکه دیو خوا دغه مامورینو ته دمسلکي کسانو لخوا روزنه ورکول کیږی او دبلي خوا هغوی دنوی عصري تکنالوژی سره بلدیت پیدا کوی ، په نیمروز ولایت کی دامهال اکثره مامورین دفتري کارونه دقلم په واسطه ترسره کوي او دکمپیوټر سره بلدیت نه لري چی په راتلونکی کی به هغوی کمپیوټر استعمالوي چی پدی کار سره به ددوی په دفتري کارونوکی اسانتیاوي  رامینځته شی .دنمیروز ښاروال وایی هڅه کوی ترڅو خپل ټول مامورین په نوی تکنالوژی سمبال کړي ترڅو دهغه په خبره په راتلونکی کی په دفتر کي له کومی ستونزوي سره مخامخ نشي .

Copyright Larawbar 2007-2024