کور / شعر / وژنو، وژنو یو تر بله

وژنو، وژنو یو تر بله

وژنــو، وژنـــو یو تر بله، چې تر څو پورې ژونـدي يو
مـوږ له ژونـــــده ماړه شوي، لـــــيوني يو، لــــيوني يو

څوک مو مړه څوک مو ټپي دي، خو سنګر لا ګرم ساتو
ســـوله څه ده، ســــلا څه ده، موږ دښــــمن يو ابدي يــو

موږ د بل د اور خځلې، مړې ايرې مو پــاته کيـــږي
بل ته ښه نرمه لمبه يو، خپلو سترګو ته لــــوګي يـــو

مونږه خپل وژنو په خپله، بس پردی ټوپک پکار دی
دی شهــيد دی زه غــازي یم، دلته دواړه جنتي يــــو

دا جاسوس دی، دا غلام دی، هغه بل هم ترهــګر دی
پرې کوو د خپلو غاړې، غاړه هســکه د پـردي يـــو