مومند ايجنسي : د مجرمينو پر خلاف د وسلوالو متقابلي ډزي
په مومند ايجنسۍ کښې دميشتو وسله والو بنسټپالو له خوا دسيمى دمجرمينو او ناوړه کسانو پرخلاف پريوبل دمتقابله ډزو په پايله کښې اوس مهال دوژل شوو وګړو ټوليزه شميره يوولسوته رسيدلى ده ديوباورى ترلاسه شوى تازه راپورترمخه مومند ايجنسۍ پورى اړونده دمچنۍ رحيم کورپه سيمه کښې وسله والو بنسټپالو دتښتولو ، ډاکو اوغلاوو دمخنيوى پخاطر دغلو داړه مارانو پرخلاف مبارزه پيل کړى او هڅه کوي چې مجرمين اوشرخوښونکى وکړى له دغى سيمى څخه وباسى چې له همدى کبله دسيمى دموجوده انتها پسندو اوداؤدخيل قبيلى ترمينځ دډزو لړۍ پيل شويده چې پدى خپلمنځى نښته کښې ماشينګڼى ړانده توغندى اونورى رنګارنک درندى وسلى په خلاص مټ ديوبل خلاف کارول کيږي چې دپيل شوى جګړى په بهيرکښې دخوراخطرناک ملزم باورخان پرکور باندى دبم غورځولو له کبله درى ميرمنى اودرى ماشومان په ټکى مړه شويدي. په دغه خپلمنځى وسله واله نښته کښې درى تنه سيمه ايزبنسټپال ا ود دواؤدخيل قبيلى پوره ٨ کسه وژل شويدى اوس مهال په نوموړى سيمه کښې پريوبل دډزو لړۍ په ټپه دريدلى خو تاوتريخوالى اوبۍ امنيتۍ دسيمى سولى ته ګواښ متوجه کړى قبائيلى مشران چټکى هڅى کوى چې دسوله ايزو اوګټورو خبرواترودلارى ستونزى اوکشالى ختمى کړي.