له سندرماري ښاپيرئ سره د سندرو خبري
د بڼ پر چينه ناسته وه، لونګ يې په تار کښي بنړل، د دې نه سور سالو، د سالو نه سرو ګلونو اور اخستئ ، ماځيګر وو، د دې نه چينې اور ، د چينې نه چنارونو اور اخستئ ، تماشې وې. ما په سترګو لاس کېښود. د نظر د سوځېدو يره وه، په ټول منظر د اور د لګېدو ېره وه.
بيا مي يو ژوژ د نغمو تر غوږ شو، چي مي اورېدل ، سندريز ږغ د ښاپيرئ وو. وئيلې دومره د دنيا په کارونو کښي مشغوله يې ، سندري درنه هېري دي. ماښام اوس هم ليلیٰ په لاس کښي د شفق جام ، د ستورو په جامونو کښي مے ناب ورکوي. ستاسو غوندي د کمبختو پکښي برخه نشته. ماوئيل کلي کي اور لګېدلي، زۀ به درسره څه د ښائست خبري وکړم. وئيلې د ښائست خبري دي ډيري زده، اوس يې څله نه کړې. ما وئيل د بارودو لوګي مي سترګي ړندې کړي دي.
وئيلې نه که ټول ستا خبري ومني چي د جنګ په سرو لمبو کښي شنه خالونه مه ستائي، شينکی خال دي ميرات شي خو په وطن ننګ دې جانان دي په مېوند کښي شهيد شي. نو شاعري خو به د اخبار پاڼه شي، ټوله به د لوګي ، اور او ويني ډکه شي. شاعر روح به د کرکي په وزرو والوځي، دومره وېړ حسن به څوک ستائي؟
ماوئېل د مرګ په تورتم کښي خو ژوند هم ستائيلې شې “ژوند ښکلې دې، ښکلو خلګو، مه نيسئ ژوندون ته ټوپک مه نيسئ”
وئيلې ټوپک او لوګی ……؟
وئيلې د شاعر نازکه روح او دومره بوجهـ …؟ او بيا خو هر څه شاعري ته هم نه شو سپارلې.
ما وئيل لکه کوم څه؟
وئيلې لکه ستاسو فلسفې چي د انسان ټولنيز وجود بنياد دې او انساني ټولنيز شعور يې عکس دې. او چي ټولنيز حالات نه وؤ بدل شوي ، انساني شعور ورسره وده نه شه کولې. چي حالات بدل شي، بيا د بدلون او انقلاب لاري څوک نيولې نشي. اوس نو دا د شعر په بڼه چي ليکې ترې به څه جوړ شي؟
ما وئېل د اجمل شعر به ترې جوړيږي
فضا بدله د چمن شوه ته راځې او که نه
اې د ښائست د سپرلي باده چرته يې او که نه
د درمسال ژمژغې وې چي کړنګهار يې شو، شنه شوه له خندا نه، وئيلې تاسو دې ته د ښائست د سپرلي باد وائي؟ موږ خو ترې يريږو. ما وئېل چي په محلونو کښي اوسي د هغو ترې يره کيږي، موږ له خو د شائست د سپرلي باد دې.
وئيلې د دې رجعت په ضد که خبره کوو نو د شعر په جامه کښي به يې څنګه ځايوو. د نظم نه خو به سياسي تقرير جوړ شي.
ماوئېل داسي خو هم وئېل کيدی شي “څنګه و منم تا جوړ کړل . دا جهان و آسمان دې له . چي خيام روان په زور کړې . طوافونو د کعبې له . جوړ دي حسن يارانه کړه . د سزا جزا قصې له . د مستئ دا دومره ډک زړه . بس پېدا وو وسوسې له.
وئيلې دا ملا چي زما و د ښائسته خدای تر ميان تعلق خراب کړې دې
ما وئېل “څنګه ستا د حسن و ښائست نه . بدرنګي تياره چاپېره”
وئيلې دا ذهني غلامي ، د انسان آزاد ښائسته روح او استعماري پروپيګنډې…
ما وئېل “څنګه شال د مينځي خور کړم د ليليٰ په سپين جبين . د حبشي د عشق لېواله ښاپيرئ کړمه د چين”
وئيلې په انقلابي ګوند کښي د ملګرو درغلي، که داسي ووايو نو خوند نه راکوي چي “ما درته وئېل اسلام آباد ته مه ځه .. خدای خبر چا کړې له نظره ياره” ،
ماوئېل داسي خو يې هم ليکلې شو،
تا خو وئېل چي تا له به تصوير د ګلاب راوړم
کوم دي پرې د سرو وينو رنګونه ـــ دروغجنه
وئيلې دا ټول شعرونه خو ما د وړاندي وئيلي وو خو داسي راته نه ښکارېده، په سوچ کښي شوه.