فراه: ۴۰ کسه د خبريالۍ له کورسه فارغ سول

د لراوبر اداره | فبروري 18th, 2013


د لومړۍ ځل لپاره په فراه ولایت کې څلویښت تنه ځوان خبریالان د ژورنالیزم د مهارتونو د زده کړی مسلکي کورس د پایته رسولو څخه وروسته، د فراغت سند ترلاسه کړل.
همایون ذهین د فراه ولایت د خبریالانو د خپلواکي ټولني مرستیال چې ددي کورس د شاملینو د روزنيز چاري مسوولیت يې درلود، وویل: د ژورنالیزم د مهارتونو ۱۵ ورځني مسلکې روزنیز کورس، په فراه ولایت کې د همګان د خپلواکه کلتوري او ټولنیزي بنسټ په نوښت او د ولایت د مقام په مالي مرستي جوړه شوي وه.
نوموړي زیاته کړه چې پدي کورس کې ۲۰ تنه ناړینه او ۲۰ تنه ښځینه سیمه يېز او د ملي رسنیو خبریالان ګډون درلود، چې پکې د خبر دلیکلو مهارتونه، فیچر لیکنه، واکس پاپ، په رادیو او تلویزیون کې ویاندوی، مرکه، د عکس نیولو(فوتوژورنالیزم) تکنیکونه، سوژه، په مطبوعاتو کې د درست لیکني چل، د نوټ اخیستلو چل، د کول اډیټ سره عملي کار او …، ترڅنګ د کورس شاملین، دفراه د محلی رسنیو د کار څخه د نږدي لیدنه يې کړي.
په فراه ولایت کې اوس مهال د ملی تلویزیون ترڅنګ، د فریاد خصوصي رادیو، د همګان، سیستان، اوښکه، پاڅون، فرادتا چاپي خپرونې ترڅنګ، د فراه ملي رادیو هم په دي وروستیو کې بیرته فعاله شوي ده.

Copyright Larawbar 2007-2024