زابل: وسلي ډایاګ ته وسپارل شوی

جاويد احمد تنوير | فبروري 19th, 2013


دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال روغ لیونی وایی دغه وسلي په تیره میاشت کی دیوشمیر هغه کمپنیو څخه ترلاسه شوی دی چی په بی قانونه ډول یی دلوي لاري پرسر ګرځولي ، نوموړي وایی دوسلو شمیر ۱۳۶ میله ته رسیږی چی سپکي اودرني پکی شاملي دی ، امنیه قوماندان وایی دوسلو دسپارلو دا دریم  ځل  دي چی ددوی لخوا ډایاک ته سپارل کیږي ، دروغ لیوني په خبره چی دوسلو ترڅنګ  ۲۰  عرادي غیري قانوني موټرونه هم نیول شوي دی او ډیر ژر به ګمرک ته وسپارل شی  په غونډه کی په ولسی او مشرانو جرګه کی ددي ولایت دخلکو استازو ډاکتر زلمي زابلي او حمیدالله توخي دډایاک پروسی ته دغیري قانوني وسلوسپارل دسیمي دثبات په مانایاد کړل ، دوي وویل چی پدی ولایت کی که غیري قانوني وسلي ختمي شی نو امنیت هم ورسره  را تلای شی په ورته وخت کی دزابل مرستیال والي محمد جان رسولیار غوښتنه وکړه چی باید داډول وسی محلي پولیسو ته ورکړل شی ځکه دده په وینا ددوي محلي پولیس وسلي نه لري اوباید پدی برخه دولت ورته لږ پاملرنه وکړي


Copyright Larawbar 2007-2024