زما مور پښتنه ده ، ماله راکړه شوي ټولي دعاګاني پښتنې دي

د لراوبر اداره | فبروري 20th, 2013


زموږ په پخواني کتاب کښي (چي اوس پردئ دی) داسي راغلي “د مورني وطن، د وطن د کلتور او د مورنۍ ژبي درنښت کوئ ، هم دغه د خوشالۍ زېرمي دي” — رګ وېد.
دا خپل کتاب د خپلو خلګو کيسې څله کوي؟ دومره خوږ څله ښکاري؟ او دا پخپله ژبه کښي هسي وينا هم سندره شي، هم غزل شي، هم تغزل شي. دا پردۍ ژبه چي هر څومره زده کړې بيا هم نه ترې سندري جوړېږي ، نه غزل. چي دا ولي؟

ټول عمر مي په سکول کښي پردۍ ژبه وويله، بيا مي په دفترونو کښي ويله، کتاب، کاپئ، اخبار، لائبريرۍ د پرديو په ژبو ډکي دي خو چي کله ستړي وېده شم ، خوږ آشنا راته په پښتو کښي خبري کوي. خوبونه په پښتو کښي وينم. چي داڅله؟
فرائډ به هم کېدې شي د داسي حالاتو سره مخامخ شوې وي ځکه يې ويل چي په خوبونو کښي د ټولني رول ختم شي، رښتنې انسان، رښتني جذبې رابر سېره شي.زما رښتيا پښتو ده؟ زما رښتني جذبې پښتنې دي؟ خدای مي دي بې پښتو نه کړي.

کله چي ستړی له کاره راشم، د توت د وني د سوري لاندي اوده شم نو ماشوم وختونه مي مخي ته راشي. کيشنۍ (کوچنۍ) خورکۍ مي هغسي په غوږ کښي په پښتو کي راته وائي لالا………. زما يادونه هم په پښتو کښي دي.

چي کلي ته راشم، د ښار د لوږو او کرکو نه ستړې، پښتون ورور مي سينې ته نزدې کړي وائي “ستړئ مه شې”. زما ستړيا ختمه شي. دا اثر د دعا وي، که د پښتون ورور که د پښتو؟ زه کله فکر کوم که يې راته ويلي وو “خېر نال آ” نو به مي هم ستړې زړه دومره دمه شوې وو؟ (هغه بله ژبه نه يادوم بيا به پښتون ورور رانه خپه شي)

چي کله د دنيا اندېښنې مي د زړه تل ته کوزي شي او خوبونه رانه يوشي، شپه نه تېريږي، شپه اوږده شي ګوره چي کوم مهال مي د ماشومتوب “للو للو ، خوب دي در شي تر لېمو” تر غوږ شي بيا تر سهاره په کراره اوده يم. زما مور پښتنه ده. ما له راکړل شوي ټولي دعاګاني پښتنې دي.

چي کله په کلي کښي ظالم، ظلم وکړي، څوک بې قوله شي، څوک د چا حق اوخوري، څوک په کمزوري غصه شي، څوک د ګاونډي خيال نه او ساتي، څوک چي سپک و ږغيږي، څوک چي د بل زړه ازار کړي ……. موږ ورته وايو ډېر بې پښتو کار يې وکړ، ډېر بې پښتو سړی دی. دا زموږ کلې په پښتو جوړ کړل شوې دې. زموږ کلې د پښتو کلې دې. (چي دا پنجابي او …. ژبي پکښي رواج شوي دي اوس ډېر بې پښتو دې) سپين ږيري وائي اوس هغه پښتو چيرته پاتې نه ده.

زما پلار واده اوکړو چا څه ليکلي ترې وانه خستل، زما نيکه مځکه خرڅه کړه چا ليکلي ترې وانه خستل … پښتو يې سره کړې وه. که څوک بې پښتو شوې وو هغه به په کلي کښي ژوند په ټيټو سترګو څنګه کولو…؟ اوس کاغذان ډېر دي، عدالتونه هم شته، پوليس هم شته، خو د چا په پښتو باور نشته. اوس هغه د يوې پښتو خلګ نيشته.

اوس پښتو چيرته پاتې نه ده. اوس مو زړونه سره ليري دي. اوس په کلي کښي څه دي؟ بې پښتو خلګ دي، ياره! دا بې پښتو ژوند څومره ګران دی.

Copyright Larawbar 2007-2024