۱۳۵۸ کال د حوت دريمه ( توره ورځ )

د لراوبر اداره | جنوري 20th, 2013


د پخواني شوروي سرلښکرو په 1358 لمریز کال کی پر افغانستان، تودو ابو ته د رسیدو په موخه یرغل وکړ. دوی په دې آند ووچې، دافغانستان واک به هم د نورو منځنۍ آسیا اسلامي هیوادنو په څیر په ډيرې هوساینې تر لاسه او له دي وروسته به پاکستان ته مخه کړي او په دي سره به تودو اوبو ته ورسیږي، چې په دي سره به د لویدیځ په څانګړې توګه امریکا ته یو لوی ګواښ رامنځ ته او ددې هیواد چي د شوروي له اصلي سیالانو څخه شمیرل کیده د سترګو اغیزی شي. خو پر افغانستان د شوروي سرو لښکرو له یرغل او نیواک سره سم، چي تر غوږونو د وخت په پرمختللو هوایي او ځمکنیو وسلو سنبال وو، د زړه ورو او پر هیواد مینو افغانانو، چې د تاریخ په اوږد کې یی نیواک ګری او د پردیو غلامی ته سر ندی ټیټ کړی له سر ښیندونکو غبرګونونو سره مخ شول. د یرغل پر مهال له لومړنیو غبرګونو څخه یو هم کب یا د دلو میاشتې د دریمې نیټې پاڅون و. په دي پاڅون کې د ښونکو، زدکونکو، محصلینو او استادانو په ګډون ډيری کابل ښاریانو ګډون کړی وو. د کابل ښار اوسیدونکو په داسي حال کې، د لاس پوڅي حکومت او د هغه د شوروي ملاتړو پر وړاندي پاڅون وکړ، چې یوازي شل میاشتي د دوی له کودتا تیرې وي او په افغانستان باندي د شوروي ځواکونو د تیرې اوه پنځوسمه ورځ وه. کابل ښآریانو د حاکم نظام پر وړاندي د ( نه ) په شعار هر څه تر پوښتنې لاندي راوستل او د حکومت د نسکورولو پریکړه یې وکړه. پاڅون کونکو د هغه وخت د شوروي او په هیواد کې ددوی د لاس پوڅي دولت پر ضد شعارونه ورکول، د هغه وخت دولتي څواکونو هم د متعرضینو پر وړاندې لاس په ډزو پورې کړ، چي په لړ کې یې په لسګونه شاریان ووژل شول او په سلګونه نور ټپیان شول.

کمونیستي دولت د پاڅون له ځپلو وروسته د چندول، خوشحال مینې او قلعه شاده په ګډون یو شمیر سیمې کلابنده کړي او د پاڅون په تور یې ډيری هیوادوال بندیان کړل چي تر اوسه یې د ډیریو نیول شویو کسانو ځرک نه لږيږي.

عینی شاهدان وایي، «روسي او افغاني ټانکونو په خلکو ډزې کولې، په سړکونو، کورونو کې، مړي پراته وو. په افشارو، کوټې سنګي د کابل په میوند واټ کې په عامه خلکو ډزې کېدې».

که څه هم د کب یا حوت دریمې نیټه، رسنی تر پوښښ لاندې راولي او په هکله یې ډير څه خپروي، خو دا ورځ په کابل او ولایاتو کې د مراسمو په تر سره کولو سره نه نمانځل کیږي.

د پخواني شوروي اتحاد پوځ د ۱۳۵۸ لمریزکال د جدي یا مرغومي د میاشتې په شپږمه نیټه په افغانستان یرغل وکړ او د دارالامان په سیمه کې د شوروي پوځ ټانکونه ولیدل شول، دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې توره او خونړۍ ورځ بلل کیږي

لږ وروسته په دارالامان او تاج بیک غونډۍ کې ډزې وشوې او د همدې شپې په ناوخته د تاشکند له راډیو څخه د ببرک کارمل غږ واورېدل شو، چې د حفیظ الله امین وژل او واک ته یې د ځان درسیدو اعلان وکړ.

د ۱۳۵۸ لمریزکال د کب یا حوت د میاشتې په دریمه نیټه خلکو په کابل ښار کې د شپې د تکبیر غږونه وکړل او د وخت د کمونستي رژیم او د سره پوځ په وړاندې یې د ملي پاڅون اعلان وکړ

له دې وروسته د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې خلکو د کمونستي رژیم او د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو په وړاندې غونډې او مظاهرې وکړې او په دې توګه د دې هیواد په ټولو سیمو کې خلکو خپله مبارزه پیل کړه.

همدارنګه، په هرات ولایت کې د کب یا حوت د څلورویشتمې نیټې پاڅون چې زرګونه تنه افغانان په کې ووژل شول هم د کابل د خلکو له پاڅون څخه الهام اخیستی و.

د پخواني شوروي اتحاد یرغلګرو پوځیانو کابو نهه کاله په افغانستان کې تیرکړل، چې وروسته د ۱۳۶۷ لمریزکال د دلوې په ۲۶مه له افغانستان څخه ووتل

د حوت څلور ویشتمې قیام هم د خلکو قیام، چې پیل یې د حوت د دریمې یعنې د کابل د پاڅون څخه و، چې دواړه د خلکو پاڅونونه وو، د احزابو لاس په دې کې نه و.

له دي وروسته د افغانستان خلکو د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې، له خپل ګران اسلامي هیواد څخه، د اسلامي دولو مشرانو تر اسلامی شعارونو لاندی، خپل اسلامي پاڅون پیل کړ، په دي هیله چې په راتلونکې کې یو اسلامي، خپلواک او پر مختللی هیواد ولري او خپلو هیوادوالو ته له هوساینې ډک یو ژوند رامنځ ته کړي. خو د جهاد له بریا وروسته د مجاهدینو مشرانو مادیاتو، واک غوښتنې او د پردیو غلامۍ ته مخه کړه، د شهیدانو، ددوی له کورنیو او د افغانستان د خلکو له غوښتنو سره یی ډيره جفا وکړه، چې هیځکله د بښلو وړنده.

راپورونه وایي، چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد یرغل، د ډاکټر نجیب الله د رژیم او وروسته د مجاهدینو د حکومت پرمهال کابو یونیم ملیونه افغانان ووژل شول، له دې څخه زیات شمېر نور، معیوب او معلول شول او دغه راز ترپنځو ملیونو زیات افغانان بهرنیو هیوادونو ته مهاجرشول.

ځینې عام خلک که له یوې خوا د کابل د خلکو د ملي پاڅون د ورځې د نمانځلو غوښتنه کوي، له بلې خوا په دې هم ټینګار کوي، چې د افغانستان دېرش کلنۍ بدبختۍ عاملین باید په دقیقه توګه وپیژندل شي او په هرموقف او حالت کې چې وې باید د محاکمې میزته را کش شي. خو پوښتنه داده چي دا کسان به ځوک محاکمه کوي؟!.

اوس هم هماغه جګړه ماران واک، ځواک او قدرت لري او هر یو یې د نومونو په بیلولو سره خپل ټبر پرځان راټول کړی او په خلکو کې یې بیلتون، تبعیض، زه او ته رامنځ ته کړی، چې دا په خپله ددوی د ساتنې یواځینې لاره ده او بس.

Copyright Larawbar 2007-2024