د هند، پاکستا ن او ایران جراحي ډاکټران د ناروغو افغانانو پښتورګي باسي
59
دبي بي سي دویپ پاڼي څخه په مننه، په دی راپورکي راغلي چي یوشمېرافغان ناروغان ادعا کوي چې په هند، ایران اوپاکستان کې دجراحي عملیاتو پرمهال یې روغ پښتورګي ویستل شوي دي.
کیدای شي داخبره چې دیوانسان له بدن څخه د هغه داجازی پرته دجراحي عملیات په پلمه دهغه روغ پښتورګی ایستل کېږي دډېرولپاره دباوروړنه وي، خو کله چې دافغان پولیسو یوه افسرجاوید بشارت دهمدې ډول زړه بږنوونکي پیښې کیسه کوي اووايي چې څه ډول ډاکټرانودده پښتورګی ایستلی نوبیا کیدای شي د ډېرولپاره ټکان ورکوونکې اودډیری اندیښنې وړخبره وي.
نوموړی وايي دی دپښتورګي په ناروغۍ اخته شو، په هندوستان کي یوه روغتون ته ورغی اولابراتواري معاینات یې ورته دزروډالرو په بدل کې وکړل اوورته یې وویل چې په پښتورګي کې دی تیږه ده.
ښاغلی بشارت زیاتوي “یودوه ورځې وروسته زماعملیات وشول، له عملیات وروسته یې ماته په یوه بوتل کې تیږه یا ډبره راوړله اوراته یې وویل چې داموستا له پښتورګي څخه راویستلې ده، شل پنځه ویشت ورځې وروسته افغانستان ته راغلم.یوولس میاشتې وروسته په مزارشریف کې دالمانیانویوه روغتون ته ولاړم عمومي معاینات مې وکړل هغوی راته وویل چې یوپښتورګی دې نشته زه حیران شوم ماویل ماخو پښتورګی نه دی ویستلی اودا څنګه کیدای شي؟”
دا یوازې هند نه دی چې افغان نارغان په کې له دا ډول پیښوسره د ناروغانو دادعا له مخې لاس اوګریوان دي بلکې پاکستان ته هم تللي افغانان ادعا کوي چې له دا ډول پیښوسره مخامخ شوي دي.
د کابل اوسیدونکې شیما یوه له دغو ناروغانو څخه ده.
نوموړې وايي په پاکستان کې ډاکټرانو ورته وویل چې په مثانه کې یې یوه کڅوړه پیدا شوې، نوځکه باید ژر عملیات شي.
آغلې شیما زیاتوي کوم وخت چي”کابل ته راغلم نو څو ورځې وروسته مې بیا په بدن کې ددرد احساس وکړ، ډاکټرته ولاړم، تلویزیوني معاینات یې وکړل، په معایناتو کې معلومه شوه چې یوپښتورګی مې نشته، پاکستاني ډاکټرانوزما یوپښتورګی ایستلی و.”
داچې دغوافغان ناروغانو دخپل تلف شوي حق د بېرته ترلاسه کولو لپاره کومه هڅه کړې. جاوید بشارت وايي ،ده خپل وس وکړ خوځای یې ونه نیوی.
دهغه په وینا له هماغه روغتون سره چې ده په کې عملیات کړي و،اړیکه ونیوله، هغوی ته یې وویل چې تاسې خو “ما ته دا نه ویلي چې ستا پښتورګی باسو، هغوی وویل چې که تاته مو ویلي واي نو ستاسې ژوند اتیا سلنه له خطرسره مخامخ کېده”
“له دا ډول څلور، پنځه ناروغانو سره مخامخ شوی یم چې په پاکستان کې ډاکټرانو ورڅخه یو پښتورګی ویستلی دی”
ښاغلی بشارت زیاتوي دی اوس نه پوهېږي چې څه وکړي، او اوس له ډېروروغتیايي ستونزو سره مخامخ دی.
شیماهم وايي چې هیچا هم ددې په خبره غوږونه ګرلو. هغې زیاته کړه “زه اړه شوم چې بېرته پاکستان ته لاړه شم، هماغه روغتون ته ورغلم اودعوا مې ورسره وکړه ،چې ولې یې زما پښتورګۍ ایستلی، هیچا هم له ماسره مرسته ونه کړه اوزما هڅوهیڅ ځای ونه نیولو”.
دبي بي سي خبریال زیاتوی چي ددې دوو تنو خبرو اړکړوچې په کابل ښارکې له شاوخوا دیرشو تنوډاکټرانو او دالټراسونډ له متخصصینو سره خبرې وکړو.
یو شمېرډاکټران وايي هو داسې پېښې رامنځته کېږي خوځینې نوربیا دا ډول پېښې ردوي.
ډاکټرآرین یوله هغو ډاکټرانو څخه دی چې وايي د داسې ناروغ طبي ازموینه یې کړې چې ډاکټرانو یې روغ پښتورګی ایستلی دی.
نوموړی وايي دغه ناروغ په پاکستان کې داپنډېسایټېس له امله عملیات شوی و.خو ډاکټرانو دهغه یوپښتورګی ترې ویستلی اوخرڅ کړی و.
ښاغلي ارین زیاته کړه “دا یوه داسې موضوع ده، چې زه یې ثبوت لرم.”
دغه رازد سمیع الله صافي په نوم دالټراسونډ یوتن متخصص بي بي سي ته وویل ،چي ده ته څو تنه ناروغان ورغلي چې له ورته ستونزو یې شکایت درلود.
دنوموړي په وینا په دې ډله کې له یو تن څخه د اپنډکس عملیاتو په بهانه یو پښتورګی اېستل شوی و.
د یورولوجي متخصص ډاکټرعبد الغفارامین هم یو له هغه ډاکټرانو دی چې ادعا کوي په یو شمېرهیوادونو کې له افغانانوڅخه روغ پښتورګي ویستل کېږي.
د ښاغلي امین په وینا دی له دا ډول څلور، پنځه ناروغانو سره مخامخ شوی چې په پاکستان ډاکټرانو ورڅخه یو پښتورګی ویستلی دی.
یو بل ډاکټرچې نه غواړي نوم یې واخستل شي وايي یو تن ناروغ ده ته ورغلی و،چې یو پښتورګی یې نه و، خو دی نه شي ویلی چې پښتورګی یې په ایران کې ایستل شوی او که ده له اصله پښتورګۍ نه درلود.
د لسګونو زرو میرمنو رحم د بې پروا ډاکټرانو له خوا په نا اړینه توګه ایستل کېږي. ډاکټران داعملیات یوازې د پیسود ترلاسه کولو لپاره ترسره کوي.”
افغان حقوقي کارپوه نصر الله ستانکزی وايي د شخص له موافقې پرته د یو انسان ددبدن د کوم غړي ویستل جرم دی اود هیڅ هېواد په قانون کې دا ډول عمل جوازنه لري.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه “که چېرې دجرم دارتکاب په ساحه کې تعقیب نه شي نوبیا د هغه هېواد چې وګړی یې زیانمن شوی د نړیوالو حقوقو له مخې حق لري چې دخپل وګړي د حق ترلاسه کولو لپاره دعوی وکړي”.
د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت وايي دوی ته تراوسه دا ډول شکایت نه دی شوی خودا موضوع ددوی لپاره یوه جدي موضوع ده او په اړه به یې لاز م ګامونه پورته کړي.
د کورنیو چارو وزارت بیا وايي دوی کولی شي دا ډول قضیې دانټر پول پولیسو له لارې تعقیب کړي. ددې وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي دکورنیو چارو وزارت باید له دا ډول پیښو خبرکړل شي.
له کلونو راهیسې یو شمیر افغانان هند ته د درملنې او په ځانګړي ډول د جراحي عملیاتو له پاره ځي.
په کابل کې د هند سفارت هره ورځ شاوخوا دوه سوه افغانانو ته ویزې ورکوي، چې یو زیات شمېر یې د درملنې لپاره دغه هېواد ته ځي.
دغه رازهره ورځ په سلګونو افغانان ددرمنلې لپاره پاکستان ته ځي، پاکستان ته ځکه خلک ډېرځي چې هلته تګ اسانه اود درمنلې لګښتهم نسبتا کم دی.
دغه رازیوشمېر خلک پاکستان ته له ویزې پرته سفرکولی شي.