په نورستان کي اته تنه دسولي له بهیر سره یوځاي شول

د لراوبر اداره | اپریل 1st, 2013


د نورستان ولایت دنورګرام ولسوالي کي دوسلوالو طالبانو یوه اته کسیزه ډله له دولت سره یوځاي شوه


دنورستان ولایت دسولي عالي شورا مسول خاجي عبدالخلیم وویل چي یادو وسلوالو طالبانو دتیرو پنځو کالو راهیسي ددولت په وړاندي مبارزه ترسره کوله نوموړي واي چي دسیمي قومي مشرانو او دسولي دشورا په هڅو سره یادو کسانو نور ددولت په وړاندي له مبارزي لاس واخیست او نن دسولي دشورا له لاري له دولت سره یو ځاي شول


دده په وینا چي یادو وسلوالو څلور میله کلاشینکوف یومیل داتکا یو فوجي او میل توفانچه سولي شورا ته وسپارله دوي زیاتوي چي لاهم هڅي رواني دي چي ډیري نور وسلوال هم دسولي  شورا له لاري وهڅوي چي له دولت سره یوځاي شي


دیادولو وړده چي موده وړاندي هم په نورګرام ولسوالي کي پنځلس تنه دسولي له بهیر سره یوځاي شوي وه.


 

Copyright Larawbar 2007-2024