کور / کیسه / په وینو سورکاغذ

په وینو سورکاغذ

دنورو ورځو په پرتله مې نن کارونه په بیړه سره سرته ورسول، ډیره خوشحاله وم ځکه چې پلار مې له ډیری مودې وروسته کور ته راتلو د هغه د هیواد لری پرته سیمه نورستان ولایت کې دنده ترسره کوله
له مونږ سره یي وعده کړی و چې کله راشي نو مونږ ته به د ښوونځي له پاره کتابچې، قلمونه او کالي اخلي. مور مې راغږ کړه چې پلار دی ډیر ناوخته کړو
ما ورته وویل چې نه مور جانې ناوخته ندی، څښتن تعالي به خیر کړي کتلی مې پلار په دروازه راننوت په منډه ورغلم ورته مې کړه.
سلام پلار جانه!
په خیر راغلي پلار جانه ولي دی دومره ناوخت کړ؟
پلار مي په ډير ناهیلې سره وویل يو څه لاره بنده وو، ما ورته د ډوډۍ خوړلو بلنه
-ورکړ پلاره جانه ډوډۍ تیاره ده
مونږ ستا په تمه وو ډوډۍ مو وخوړه شپه تیاره شوه ما مې پلاره ته کړی وعده ور یاده کړ هغی په خندا سره وویل
– په یاد مي ده، مګر تنخوا مې نه دی اخیستی ستا په څه کار وي په یوکاغذ کې یي ولیکه
مور مي راغږ کړه
– چې په کور کې سودا هم نشته پلار مې وویل چې
هغه هم ولیکه، انشاءالله چې سهار بانک ته لاړشم چې خپل میاشتنۍ معاش راواخلم.
شپه تیره شوه، سهار له چایو وروسته مې پلار روان شوو، له مایي پوښتنه وکړ
-لورې د غرمې لپاره څه راوړم؟
ما ورته په شوخ انداز وویله چې ډیره موده کیږي غوښه مو نده خوړلې غوښه راوړه. پلار مې وویل چې سمه ده او له کور ووته، زه هم خپل ښوونځي په لور روانه شوم د غرمۍ ۱۲ بجي شوې زه هم د معمول په شان له ښوونځۍ څخه کور ته راغلم. مور مې ډيره پریشانه وو ځکه چې پلار مې ډیر ناوخته کړی وو او واړه خویندې مې له لوږي څخه ژړلې او وویلې يې چې مونږ ته ډوډۍ تیاره کړه!
پلار جان چې راشي بیابه یي وخوري، مونږ لا همغسی د پلار په انتظار وو ما رادیو راوخیست چې خبرونه واورم. څنګه چې مې رادیو چالان کړ نو سمدستي مې د سندری په منځ کې د خبرونو موزیک ترغږو شوو. نطاق په ډیر بیړې وویل پام وکړئ یو بیړني خبر ته، شیبه مخکې د جلال اباد ښارد کابل بانک په دویمه څانګه باندي وسلوال برید وشو، چې لا جګړه روانه ده.په سترګو مې تیاره شو او له خولۍ یوه دردونکی چغه ووته مور مې هم داخبر اوریدلې وه
په چغوچغو مو ټول د چم ګاونډیان راخبر شول. ما له ځان سره وویل چې د پلار سرته مې دی الله تعالی خیر کړي، مرګ خبر مې لابه خیال کې هم نه راتلو.
یوهیبتناک غږ ميې ترغوږ شوه او لاهمداسی ورو، ورو رانژدی کیده، چې دا د غم غږ زمونږ دروازه په خپل هیبتناک غږ وټکوله.
د ګړۍ په تیریدو کلیوالو تابوت سره رادننه شول. تابوت په لیدو زمونږ په کور کې لا چغو زور واخیسته. مور مې خپل مخ يې واها او ویښتان يې شکوله او په خیرو په يې شروع کړه
چي خدای تعالی موخپل بچي درته یتیمان کړي زما بچي مو یتیمان او بیچاره کړل، ظالمانو تاسو خو زړونه نلرئ او ان لا درد نه پیژنئ ځکه هر ګړي پردي بچي ژړوئ.!
په وینو لړلي سور کاغذ مې لا همغسی دپلار په جیب کې وو چې یو کلیوال راوخیست، دا هغه کاغذ وو چې ما مې پلار ته ورکړی وو په وینو داسی سور شوی وو چې کرښې هم سم نه ښکاریدل په دی توګه زمونږ دګتی څوک پاتې نه شو اوس زه زما خويندې ،ورونه اوکونډه مور مې دبدبختې شپې سبا کوو!!!