کندهار:دښځو لپاره کاري فرصتونو ته لومړيتوب ورکوي

د لراوبر اداره | فبروري 26th, 2013


د کندهار والي وايي چي ددې ولايت ښځو ته د کارونو پيدا کول يې د ادارې لپاره اولويت لري او هڅه کوي چي په نژدې راتلونکي کي يو شمېر داسي پروګرامونه پلي کړي چي پر اساس به يې د ټولني د ښځينه قشر اقتصاد وده وکړي.

پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن د خپل کار په دفتر کي ددغه ولايت د ولايتي بيارغوني ټيم له مشر سره په ليدنه کي وويل چي د اناثو لپاره کاري فرصتونه يې په لومړيتوبونو کي دي او له مرستندويه ادارو هم په دې برخه کي د مؤثرو کارونو د سرته رسولو غوښتنه لري.

نوموړي زياته کړه چي رياستونه يې د فوډ زون لپاره پر محتوى او پروګرامونو جوړولو باندي کار کوي او کېداى سي له همدې پروګرامه په استفاده هم د ښځو لپاره د يو شمېر کاري چانسونه پيدا کړي.

هغه همداراز وويل له فوډ زون پروګرامه بايد د کندهاريانو له غوښتنو او اړتياوو سره سمه استفاده سي او پکښي هغو برخو ته ډېر پام وسي چي تر دې دمه پوري ورته توجه نه ده سوې او له نظره ليري پاته سوي دي.

د نن ورځي په مجلس کي د هغو مؤسساتو په اړه چي د زورواکو لخوا پر دولتي مځکو په جوړو سوو تاسيساتو کي يې کارځايونه جوړي کړي خبري وسوې او هغوى ته خبر ورکړل سو چي نور مخکينيو زورواکانو ته کرايې او نور محصولات ورنکړي او پر ځاى يې له دولت سره خپل قراردادونه نوي کړي.

کندهار والي وويل چي اداره به يې له ټولو مرستندويه مؤسساتو سره د امکان تر حده د خدماتو په وړاندي کولو کي مرسته کوي او امنيت به يې ساتي، خو هغوى له دې وروسته بايد له پخوانيو جنګ سالارانو او غاصبينو سره تړونونه ونه کړي ځکه نور هغوى د قبضه سوو تاسيساتو واک او اختيار نه لري.

د ولايتي بيارغوني ټيم PRT له مسؤلينو سره د نن ورځي په جلسه کي د جنوبي حوزې د واليانو د مجلس په اړه هم خبري وسوې او د کندهار والي په دې اړه خپله امادګي او د غونډي د کوربتوب لپاره خوښي وښووله.

Copyright Larawbar 2007-2024