روسیه: دافغانستان موضوع به دملګروملتونودامنیت دشوراپه غونډه کي ترټولودلمړيتوب ځای ولري

59 | مارچ 1st, 2013


نیویارک: دملګروملتونودامنیت شورادریاست دنوبتي غونډې مشری نن جمعه دمارچ په لمړي نیټه روسیه ترلاسه کړه.دامنیت شورا په غونډه کي روسیه دافغانستان ،سوریه اومنځنې ختیځ په کړکیچنوحالاتوباندې خبری وکړی.
روسیه وویل :موږ دملګروملتونودامنیت شوراکي د ۲۰۰۱ کال دسپتمبر د(۹ )نیټې له پیله څخه بیا تراوسه پوري دافغانستان په کورني جګړه کي دامریکا مستقیم ګډون چي دتروریزم اوالقاعدي په نوم داجګړ ترننه پوري پر مخ بیایی دشک په سترکوکتل اوښی پایلي یې نه در لودي.
روسیه حق لری اوغواړي وپوهیږي چي ددوولسوکلنو په موده کي دامریکا اودهغو ی داروپایې ملګرودایئتلاف لخواه په افغانستان کي څه تیږي اوداجګړه ولي لاروانه اونه دریږي.
روسیه څرګنده کړه چي ددوی دمخدروتوکودامنیت فدرالي اداري دمخدروتوکودقاچاق په ډول یواځې په ۲۰۱۱ کال کي (۱۰۶( ټنه غیرقانونی هیروئین،چرس او تاریاک نیول دي،کوم چي دافغانستان دخاوري څخه دروسیه له لاري ونوروهیوادو ته روان وو.
دروسیه دبهرنیو چارو وزیرسیرګی لاوروف غواړي د مارچ په ۱۹ نیټه دملګروملتونودامنیت دشورا دریاست له لاری دافغانستان په هکله ددي شورا ځانګړي ِغونډه جوړه کړي اودملګروملتونو د(UNAMA سازمان دکارموده تمدید اواږده کړی .
په همدغه ِغونډه کي روسیه غواړي چي دمنځنې ختیځ ستونځي ،دکوساوو حالات دلیبیا دنوی حکومت قیودات اونورموضوعات وڅیړي.

Copyright Larawbar 2007-2024