زابل: محلي پولیس نوي په دندو وګومارل شول

جاويد احمد تنوير | مارچ 2nd, 2013


دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وایی دغه کسان چی شمیر یی اتلس کسانو ته رسیږي  دتعلیمي زده کړي ورسته  نوي په دندو وګومارل شول  ، روغ لیوني وایی پدی ولسوالۍ کی دمحلي پولیسو ټول ټال ۵۰ کسانو ته رسیږي او غواړي دغه شمیر زیاته کړي ، نوموړي زیاتوی یاد کسان ټول ځوانان او ددغه ولسوالۍ اوسیدونکی دی چی په وینا یی دسیمي دامنیت په پراختیا کی به ګټور تمام شی،
په ورته وخت کی دزابل مرستیال او سرپرست والي محمد جان رسولیار وایی   ولایتي اداره هڅه کوي ترڅو په محلي پولیسو کی ټول دسیمي ځوانان جزب کړي .رسولیار تاند ځوانان په محلي پولیسو کی ګټوربولي 
یو شمیر محلي پولیس وایی  تراوس لا دوي ته ټول امکانات ندي ورکړل شوی . هغوی زیاتوی چی  دوسلوترڅنګ  دڅیښاک او پوښاک  په بڼه ندي سمبال شوی او باید دهغوی په وینا دامکانانو په صورت کی ددوي څخه دسیمي دساتلو په برخه کی ګټه واخستل شی .دغه کسان وایی دولت باید لمړي دوی ته جنګي وسلي برابري کړی او ترڅنګ دي ورته پروخت معاشونه ورکړي .دزابل امنیتي چارواکی هم دمحلي پولیسو ستونزو مني خو زیاتوی چی دهغوی دستونزو دهوارولو په لټه کي دی .ددي ولایت دامنی قوماندان وایی دکورنیو چارووزارت په مرسته به محلي پولیسو ته ټول امکانان په واک کی ورکړي .




 

Copyright Larawbar 2007-2024