زوړ کمونست ته!

د لراوبر اداره | مارچ 4th, 2013


زوړ کمونسته ! که ته په هر څومره پردو کې ځان پټ کړې خلک دی پیژني. که ته په هر
رنګ کې ځان رنګ کړې ولس ستا اصلي رنګ نه هیروي.


منم د مجاهدینو خپلمنځي‎ انډوخر او د قدرت پر سر خونړیو جګړو به ستا د جرمونو او
خیانت تصویر څه نا څه تت کړی وي٬ خو دا به هیڅکله پدې مانا نه وي چې ستا وطنپلورنه
او له خپلو خلکو سره جفا به له یاده ایستل کیږي. منم د طالبانو لنډ اندي نظام به
ولس له یو شره خلاص او پر بل اړولئ وي خو دا هم ددې مانا نه لري چې ته سپین باز
شوی! منم د ناټو او امریکایانو ټولوژنو او ړندو بمباریو به ستا د زړو بادارانو چې
ستا پر لارښوونه ئی ستا په ولس تیرئ کړئ و، یاد تازه کړی وي خو د غربي ښکیلاک ناوړه
کړنې ستا جرمونو ته برءت نه شي ورکولای. منم د باګرام ، ګوانتنامو او نورو پټو او
ښکاره زندانونو وحشت او بربریت او د بیګناه بندیانو تعذیبول، لوڅول او په سپیو داړل
به د بشریت پر لمن تور داغ وي خو د نورو داغونه ستاسې د پلچرخي٬ اکسا ( خاد) او په
ولایتي محبسونو کې د افغانانو بې محکمې وژنه، د نوکانو ایستنه، برق ورکونه او نور
ډول ډول شکنجې نه شي پټولای.  منم د غربي ښکیلاک وحشي عسکرو به د افغانانو پر
مړو بولې کړي وي خو تاسې خپل مردارئ د بل په متیازو نه شی پاکولای.


تاسې خو ډیري افغانان په دې جرم چې د غرب تحصیلیافته وو هم د تورو تمبو شاته
غورځولي او وژلي دي خو دا بیا بیله خبره ده چې نن تاسې له ټولو مخکې په هماغه غرب
کې ناست او د هغوئ د خیرات په پیسو ژوند تیروئ. تاسې خو د افغانستان روڼ اندي٬ ولسي
مشران٬ قومي مخور٬ علماء او نور سپین روبي چې ستاسې په اند ستاسې له نظام سره یوه
خوله نه و هم تري تم کړي!
تاسې خو پر عام ولس هم صرفه نه ده کړې او ګولئ مو پرې
چلولي چې د کنړ د کیرالې اجتماعي قبرونه ستاسې د ظلمونو ښه بیلګه ده. تاسې خو تل د
زور خوا نیولې وي… د روسانو د یرغل په وخت کې د هغوی لاسپوڅي او اوس د هغې امریکې
د دیموکراسئ په ثنا بریتونه تاووئ چې تاسې توره ارتجاع بلله!!


پخوانئ خادسته ! زه او زما پشان نور افغانان خپلو ګاونډیانو خصوصأ پاکستان ته په
بده ګورو او علت ئی دادی چې زمونږ د ولس د ډیري بدبختیوتر شا ددوی لاس وي. ته هم
ورڅخه کرکه لرې خو زما او ستا نفرت یو شان نه دی. زه چې کله وایم: مړ دي وي پاکستان
! نو تر شا ئې په حقیقت کې د هغو نارواو په مقابل کې عکس العمل ښوول وي چې زموږ دی
حریص او نا مسلمانه ګاونډي زموږ پر ولس کړي او کوي يې. خو له پاکستان څخه ستا کرکه
له خپل ولس سره د خواخوږئ پر بنسټ نه ده بلکي ستا د نفرت اصلي لامل له مجاهدینو او
مهاجرینو سره د پاکستان هغه مرسته ده د کومې پر مټ چې مجاهدینو ستاسې د لړزانه او
ګوډاګي نظام کاسه نسکوره کړه.


زوړ کمونسته ! ما له ډیري هغو کسانوڅخه ګرویږنې او پوښتنې کړي چې ستاسې په محبسو
کې ئی د برقي ډنډو لاندې د مسلمانئ په جرم سزاوې ګاللې. ما له ډیرو هغو کسانو سره د
زړه خواله کړي چې تاسې ئی په ډیره بې رحمئ نوکان ایستي او زه ډیر داسې کسان پیژنم
چې پلرونه٬ ترونه٬ ورونه او نور عزیزان ئی تاسې بې محکمې او بې کومې اښتنې پوښتنې
په شهادت رسولي.


زه پوخ باور لرم چې د حساب ورځ راتلونکې ده او په هاغه ورځ به بیا تاسې د ټولو
هغو ظالمانو د کتار په سر کې ولاړ یاست چې پر دې بې وسه او لاچاره ولس ئی ظلمونه
کړي. په هاغه ورځ  چې افغانان د یوه ریښتني ممثل او قانوني دولت څښتنان وي بیا
به همدغه غرب چې نن ئی د بشردوستئ تر نامه لاندې تاسې د خپل وزر لاندې نیولي یاست ،
د افغان ولس په غوښتنه او د نړیوالو قوانینو په اقتضاء تاسې د بشري  ضد کړنواو
جنګي جرایمو محاکمې ته ور سپاري.


د هماغسې یوې ورځې د لیدو په امید……

Copyright Larawbar 2007-2024