شیطاني مثلث د ماتیدو په حال کې
افغانستان د۵۰۰۰ کاله تاریخ په لرلو سره په نړۍ کې یو له هغو هیوادو شميرل کیږي ، چې په لسګونه یرغلګر امپراتوران یې د دغه خاورې زړه ته ور ښکته کړي او په همدې ډول په زرګونه یرغلګرې لښکرې او متجاوزین یې نابود کړي دي، خوخپله واکمني او دباتورو افغانانو دکارنامو ساتنه او ملاتړېې کله هم له پامه نده ایستلی، پخواني واقعي افغان مشرانو او امپراتورانو دخپلې واکمنۍ او قدرت پر وخت یې دهر ډول بلوا او خیانت ځواب په داسې بڼه ورکاوه، چې اوازې یې په نړۍ کې لس ګونو کالونو د ژبو پر سرو او سینه په سینه نورو نسلوته لیږدول کیدې.
د شاهي دورې له پیل څخه تر ختمه پورې افغانستان د پرمختګ لړۍ ته مخه وکړه، البته دا ټول دتیرو نظامونو او پادشاهانو د هغو کارنامو پایله وه چې له هر اقدام او عمل څخه یې لا هم د نړۍ پر قوي هیوادونو د ډار او وحشت انګازي خورې پرتې دي. افغانان د شاهي نظامونو په دروان کې دښه او هوسا ژوندانه لومړني ګامونه پورته کړل او تمه کیده ، چې افغانستان به د همغې زمانې دسیالو هیوادنو په کتار کې د پرمختګ په حال کې هیواد پاتې شي.
البته شاهي نظامونو ستونزې لرلې او سیاسي وضعیت یې کله ناکله ګواښولو ، خو زیان او نابودي یې نه رامنځته کوله ، جمهوري نظام له پیل سره د پرمختګ روانه لړۍ د ارواښاد سردارمحمد داودخان دواکمنۍ پرمهال په ګړندي توب سره خپل پړاونه ترسره کړل او مهمه خوداوه چې دا پرمختګ په وسیع بڼه دهیواد په مختلفو برخوکې دنظام جوړنې له ابعادو تر اساسې قانون ، له نوي جوړنې تر اقتصادي نظامه ، له زدکړې او تحصیل څخه د رسنیو او بیان تر ازادۍ او په هم دې ډول له نړۍ سره دسیاسي اړیکو تر راکړې ورکړې هرڅه په نوي توګه رامنځته شول.
ملت او ملي وحدت خپل مشخص تعریف او دولت خپل مسوولیتونه وپيژندل او له مخې یې خپلې چارې مخ ته وړلې.
خو کله چې پر سردار داود خان کودتاه وشوه او نظام د ګوډاګیانو لاس ته ورغی هرڅه له منځه یوړل شول او دبربادۍ بنسټ هم په همدې دوره کې کیښودل شوه. له هغه مودې راپه دې خوا د پخواني شوروي تر یرغل او په همدې ډول د مجاهدیونو دواکمنۍ له غمیزې د طالبانو د تحریک تر رامنځته کیدو او همداسې د اوسني نظام تر هوايي خلقته پورې دافغانستان ټولې زیرمې او بنسټونه له منځه لاړل، په دې موده کې سیاسي حالات له داسې پيچلتیا او غمیزو سره مل وو چې تحلیل او تعریف یې په روښانه بڼه چا نشوای کولای.
دا تریخ حقیقت له دریو لسیزو هم اوړي او په دې دوران کې ایران، پاکستان او روسیه هغه هیوادونه دي ، چې شاو خوا دیرش کاله کیږي چې دافغانستان په بربادۍ کې ونډه لري، دغه هیوادونه د خپلو ګټو لپآره داسې وحشي ډلې او جنګي ماشینونه رامنځته کړل چې په نتیجه کې یې افغان ویاړلې څیرې ، سیاسي پیاوړتیا، پوځي ځواک او بلاخره هرڅه یې نابود او په ملیونو شهیدان ، کونډې یتیمان او په لس ګونه نورې ناخوالې یې افغانستان ته په یادګار پرېښودلې.
دتیرو دیرشو کلونو په اوږدو کې پر فساد او خیانت ککړو څيرو دغلامۍ او غدارۍ په چوکاټ کې دګوندونو او ډلو په نامه دافغان ولس پر هویت او ژوند بې ساري لوبې او خیانتونه وکړل، دافغانستان خلکو په هیڅ ډول شرایطوکې دټوپک سالارو او قسم خوړولو اجیرو کړیو تر لار ښونې او هدایت لاندې خپلې موخې او غوښتنې نه دي مطرح کړي .
خو دومره ده چې د ړنګیدو او له منځه تلو په حال کې دجنبش ګوند ( یا دګلم جمو ډله) چې لس کاله وړاندې يې په بې ساري ډول افغانان یې په ظالمانه او غیر انساني ډول ووژل او په زرګونه ښځې یې بې ستره ،کونډې او په زرګونه نور انسانان ژوندي خښ کړل، چې اوس دړنګېدو په حال کې دی، دغه ډله د رشید دوستم په مشري او لارښوونې پوره شل کاله په شمال او پلازمینه کابل کې دتنظیمي جګړو پرمهال چور او چپاو وکړ او ورسره خواکې نور ګوندونه لکه شورای نظار د جمعیت ګوند دویمه ټوټه ، حزب وحدت او حزب اسلامي د خپلو جګړو او قدرت ته دخپلو بادارانو په دستور کابل په داسې یو ښار بدل کړ چې نه انسان په کې پاتې شو او نه حیوان .
تر هغه چې د طالبانو تحریک دجګړې ګرمو سنګرونو ته و دانګل او یاد ګوندونه یې د یوې اوږدې جګړې ، لنډ مهالې سولې او اوربند ، په پایله کې له منځه یوړل، څوک یې کولاب ته وتښول ، چاهم ترکیې ته پناه یوړه چا ایران ته او ځینو هم پاکستان ته د آی اس آی تورې څارګرې ادارې په لمن کې ځای پرځای شول ، په هغه وخت کې دولت ټول ټال د برهان الدین رباني له خوا رهبري کیده او دواک سیمه یې یوازي کابل وو اوبس.
له ډیرو ظلمونو او انسان وژنو وروسته دادۍ (ګلم جم )خپل منځ کې سره په اخ ډب اخته شوي دي چې لائې دپیل لومړني پړاونه دي، د دغه ګوند اصلي څیره رشید دوستم او دهغه جنګي ماشین پر افغان ولس په تیره بیا دپښتنو پروړاندې په لوړه کچه له ظلم او وحشت څخه کار واخیست ، همدا اوس چې دولت او نظام شتون لري خو بیاهم دوی په دې لټه کې دي چې وضعیت د خپلې ګټې خواته نا امنه کړي او واک تر لاسه کړي.
دغو ډلو ټپلو چې له پیل څخه تر دې دمه له یو بل سره نه دي جوړ، په دې فکر دي چې څنګه واک ترلاسه کړي او له کومې لارې بیا پرخلکو حاکمیت پیداکړي، چې دخدای په فضل سره دوی دې شیطانې هیلې ته هیڅکله نه شي رسیدلای ، او بلاخره یو دبل دنابودۍ په ټغر به کیښني . تاریخ شاهدي ورکوي چې دوی د خپلو بهرني بادارانو په لارښونه او مالي مرستو د دې خاورې پر ولسونو او پرګنو څه ونکړل :
اوس چې دګلم جمو ګوند له ډیرو شومو او شیطاني هڅو په کارولو او د راز راز د سایسو په پلي کولو خپلو هدفونوته ونه رسیده په خپل منځ کې دیو بل پر خوړلو او بې عزته کولو اخته شوي دي. د دې ګوند باوري سرچینو ویلي چې، رشید دوستم او د دغه ګوند پخوانی مشر(سید نور الله سادات ) له ډيرې مودې را په دیخوا سره نا سازه شوي دي، او د دغو دواړو ترمنځ دتفاهم موضوع تاو تریخوالي ته مخه کړې ده سید نورالله سادات جنرال دوستم ته ا خطار ورکړی که چیرې دګوند په چاروکې له مداخلو لاس وانخلي دی به یې له بشري حقونو څخه کړې سرغړونې افشا کړي.
کله چې جنرال دوستم له دې ګواښ څخه خبریږي سم دلاسه سید نور الله سادت له دندې لرې کوي ،نو اوس د جنرال رشید له دې اقدام څخه په ډاګه کیږي چې بیا غواړي یاغي اوباغي هڅې پیل کړي.په دې ګوند کې د درز په رامنځته کیدلو سره نیغ په نیغه د هیواد په داخلي امنیت او په نظام کې د اصلاحاتو یوه غوره لړۍ پیل شي، ځکه داګوند او دې ته ورته نور ګوندونه چې مشري او مدیریت یې دټوپک سالارو په لاس کې وي ښکاره خبره ده چې ټول وخت به د دسیسو او منافقتونو په رامنځته کولو پسې ګرځي او هیڅ وخت دملت او نظام د پیاوړتیا لپاره عمل نه کوي.
اوس چې دولت له مختلفو لوریو ترګواښونو او پر وړاندې یې مبارزاتي هڅې کوي تر ډیره بریده بې مفهومه او هوايي بڼه لري ځکه په کورني مسایلو کې له اداري فساد څخه نیولې تر وسله والو غلاګانو چور او دخلکو پرشتمنیو بریدونه په حکومت کې دهغو چارواکو له خوا ترسره کیږي چې ډیر شمېرېې دهمدې ګوندونو استازولي کوي.
په ښکاره ډول د جنبش ګوند دخپلو تیرو تورو کارنامو په ډګر کې د دې خوب ویني چې بیا واک ولري او دټوپک له خولې دمعاملاتو یوه بله شومه معادله پیل کړي، په دې ګوند کې دکرزي له حکومته شړل شوي پخواني ټوپک سالاران د مشاورتي او ستراتیژکي همکارانو په توګه سره راغونډ شوي او په دې لټه کې دي چې خپلې شیطاني ګټې له کومې لارې دولت ته ورګډې او خپلې موخې ترلاسه کړي، دیو څرګند حقیقت په توګه دغه شیطاني کړۍ چې لس کاله وړاندې ئې دیوبل له غوښې او وینو درې وخته خوراک کولو څنګه او په کوم مخ سره راټولیږي او بیا غواړي چې دوحشت او دهشت ژوند ته ستانه او افغانان بیا دبربادۍ ټغر ته کیښنوي.
د افغانستان سیاسي لس کلن وضعیت او روان ناورین تر ډیره بریده دهمدې ډلو او ګوندونو د نامشروع او پرشخصي ګټو د ولاړو هڅو په پایله کې دې حالت ته رسیدلی او موقف یې له پامه غورځول شوی دی، له یوې خوا د نظام په ړنګولو او بې وقاره کولو کې د دې ګوندونو هڅې چې په سر کې یې جنرال رشید دی او بیا نور رټل شوي څیرې هم ورکې فعالیت کوي د یو ګواښ په توګه پيژندل کیږي ، خو داسې اسباب او وړتیا چې تریو حده په نړیواله کچه له نسبي مشروعیت څخه برخمن بلل کیږي چې حاکم نظام دی دپورته یادو کړیو هر ډول هڅې شنډې او دمخ نیوي هڅې ئې لاهم روان دي.
اوس چې دخباثت او رضالت مثلث د ماتیدو او دړې وړې کیدو لومړي پړاونه وهي لازمه ده چې دولس له بیدارۍ او هوښیارۍ ، دملي اوافغاني ګټو په چوکاټ کې ګټه واخیستل شي. دا یو ښه فرصت دی چې خلک او ولسونه د کفتارانو له منګولو ځانونه خلاص او د خپل هیواد راتلونکي نظام پر جوړلو او رغونې هر اړخیز فکر وکړي، دغه تاریخي او لرغونی هیواد خپله سینه کې داسې شتمنۍ او خزانې لري چې راویستلوته یې امپراتورانو خپل سرونه او لښکرې له دې خاورې روغ نه دي وړي.
په پاي کې دافغان ولس دهیلو او واقعي سولې ته په ټوله مانا درسیدو لپاره دعاکول او له خدای (ج) له درباره د دغو ډلو ټپلو ناکامي او رسوايي غوښتنه ضروري او یوه مهمه اړتیابولم چې انشاالله افغان ولس به دا دعا هیڅ وخت نه هیروي.