هلمند : د حقوقي زده كړو له وركشاپ څخه ۱۸۰ کسان فارغ سول

عطاالله محمدي | مارچ 4th, 2013


دغه درى ورځنى وركشاپ په هلمند كې د ميشتې ولايتي بيا رغونې ډلې يا پي آرټي لخوا په لاره اچول شوى وچې پكې د هلمند له ۱۳ ولسواليوڅخه ۱۸۰ تنوقومي مشرانواود بشري حقونوفعالينوبرخه درلوده اوورته په بيلابيلوبرخوكې زده كړې وركړل شوې.
ياد شوى وركشاپ چې د دوشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې پاى ته ورسيد پكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم د خپلې وينا پرمهال وويل الله ج ماشومانواوښځوته ډيرحقونه وركړي اوپه كارده چې د دواړوحقونوته پوره درناوى اوپاملرنه وشي.
د نوموړي په وينا چې سربيره پردې د افغانستان اساسي قانون هم ماشومانواوښځوته حقونه وركړي خوپه هيواد كې تيروجگړو،قاچاق،اونورې ستونزې هغه څه وې چې ښځې اوماشومان يې له خپلوحقونوڅخه بې برخې كړي و.
ده له فارغ شويوكسانوڅخه هم وغوښتل چې له خپلوزده كړوڅخه په سيمه كې ښه گټه پورته اونوروكسانوته هم ورسوي.

Copyright Larawbar 2007-2024