زابل پولیسو تریاک ونیول

جاويد احمد تنوير | مارچ 5th, 2013


دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني وایی نن دورځي په اوسږدو کی یی دکابل کندهار پرلویه لاره له یو موټر څخه لسګونه کیلوګرامه تریاک ترلاسه کړي دی قوماندان وایی دتریاک وزن ټول ۳۵ کیلوګرامو ته رسږي.نوموړي زیاتوی چی دپیښه سره په تړاو یو کس هم نیول شوی دی او دغه کس غوښتل یاد تریاک دغزني څخه کندهار ته ولیږدوي . قوماندان وایی دنشی توکوپروړاندی یی مباریزه ګړندي کړي او غواړی ددغه ډول کسانو دقاچاق دمخنیوي په موخه ځانګړي مرکزونه جوړکړي
نیول شوی کس که څه هم ځان بی ګناه ګڼي خو چارواکی وایی داډول کسان دی چی دخلکو دتیروتلو لپاره یوه اوبله بهانه کوي په زابل کی تیره اونۍ هم په پرله پسی ډول دوه ځله نشی توکی نیول شوی وي وه خو داځل سرتیري وایی نشی توکی په ډیر مهارت په موټر کی ځاي پرځای شوی وه .زابل دکابل کندهار پرلویه لاره پروت سرحدي ولایت دی چی قاچاق وړونکي پري اکثره مهال دقاچاقو لیږد رالیږد کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024