زابل: دسولي شورا نوي سرپرست رئیس وټاکل شو

جاويد احمد تنوير | مارچ 6th, 2013


دزابل دسولي شورا دمخکیني رئیس محمد ادود ګلزار تراستعفا ورسته ددي شورا منشي غلام فاروق عزیزي نن دیو لړ مراسیمو په ترځ کی دسرپرست رئیس په توګه  وټاکل شو. دزابل مرستیال والي محمد جان رسولیار وایی دیادي شورا دغړیو په خوښه یی ښاغلي عزیزي وټاکي . نوموړي زیاتوی دغه کس به تریوه لنډ وخت پوري دسولي دولایتي شورا چاري پرمخ بیا یی . دهغه په خبره ورسته به ددغه شورا لپاره دسره ټاکني کیږي او دشورا دغړیو په خوښه به یو کس درئیس په توګه وټاکي
دسولي شورا نوي سرپرست رئیس غلام فاروق عزیزي  وایی دخپل کار په دوره کی به ډیره هڅه وکړي چی دسولي لپاره هلي ځلي وکړي ، نوموړي زیاتوی چی سوله دافغانانو یوازنۍ غوښتنه ده او باید هرکس پدی لاره کی دسولي دشورا سره مرسته وکړي .،غلام فاروق عزیزي هیله مند دی چی کارونه به یی دسولي په برخه کی بریالي وي .داپداسی حال کی ده چی په دغه ولایت کی په تیریوه کال کی دا دریم ځل دی چی ددغه شورا لپاره نوي رئیسان ټاکل کیږي .دیادي شورا دغړیو دخپل منځي  اختلافاتو له امله پدغه شورا کی ترډیره وخته پوري یو کس دشورا مشري  نشی ترسره کولاي


 



 



Copyright Larawbar 2007-2024