دافغانستان دکرکیت ټیم دسکاتلند ټیم څخه دوهمه لوبه وګټله
59
دافغانستان دکرکيت ټیم دوشنبه خپله دوهمه شل اوریزه لوبه دعربی متحدو اماراتو په شارجه کي دسکاټلند ټیم سره پیل کړه، دلوبي پچه دسکاټلندکپتان وګټله اودتوپ وهلو اجازه یی ترلاسه کړله. دسکاټلند لوبډلي په شل اوروکي( ۷ )لوبغاړي له لاسه ورکړه او (۱۳۹) منډی یې جوړي کړی اودافغانستان دکرکت ټیم یی د( ۱۴۰ )منډوهدف وټاکي. دافغانستان دکرکټ ټیم په مقابل کي کلک ودریدی اودهدف دترلاسه کولو لپاره یې ددریولوبغاړودسوځلو څخه وروسته د( ۱۷،۳ )اور پوره کړی او ډیره ښه لوبه یې ترسره وکړه ،چي ددي رقم دوهمه لوبه یی وګټله.
په دغه شل اورییزولوبوکي افغانستان اوس (۱۴۰) نمري لری اودري لوبغاړی یې له لاسه ور کړیدی اوسکاټلند اوس (۱۳۹) نمري لری او (۷) لوبغاړی یې له لاسه ورکړیدي.
دافغانستان دکرکت ټیم شاید دسکاټلنددټيم سره د (۵۰) اوریزو لوبی تر سره کړي. دافغانستان دکرکت تیم او س دلوبودجدول په پنځم ځای کي کرار لری. که چیری بیا هم افغانستان دسکاټلند څخه بله لوبه وګټی نوبیابه دریم ځای ونیسي. که افغانستان دکینا اونامیبیا څخه راتلونکي لوبې وګټی نوهلته به افغان کرکیټ ټیم د (۵۰)اووریزو نړیوالولوبو ته لاره پیدا کړی ،کوم چي په (۲۰۱۵) کال کي په آسترالیا کي پیل کیږي.
دکرکت دلو بغاړوهیوادودلوبوجدول په لاندی ډول سره دي:
د ټیم نوم ، مسابقي ، ګټلي ،بایللي
۱: ایرلند ۸ ۶ ۱
۲:سکاټلاند ۹ ۵ ۳
۳:هالند ۸ ۵ ۳
۴:عربی امارات ۸ ۵ ۳
۵:افغانستان ۹ ۴ ۴
۶:کینیا ۸ ۳ ۵
۷:نامیبیا ۸ ۲ ۶
۸: کانادا ۸ ۱ ۶
————————————–
دافغانستان اوسکاټلند دلوبونتیجه په انګلیسی ژبه لاندی وګوري:
Scotland 139/7 (20/20 ov)
Afghanistan 140/3 (17.3/20 ov)
Afghanistan won by 7 wickets (with 15 balls remaining)
Afghanistan v Scotland T20I Series – 2nd T20I
T20I no. 309 | 2012/13 season
Played at Sharjah Cricket Stadium (neutral venue)
4 March 2013 – day/night (20-over ma