افغانستان له سکاټلنډ څخه دوهمه يوه ورځنۍ لوبه هم وګټله
د افغانستان ملي لوبډله چي په عرب اماراتو کي ده، نن يې د شارجې په کرکيټ سټډيوم کي سکاټلنډ هيواد ته يوه بله ماته هم ورکړه.
د افغانستان ملي لوبډلي تر دې دمخه هم له سکاټلنډ څخه يوه يوورځنۍ او دوې شل اووريزه لوبي پرله پسې ګټلي وې.
افغانستان پچه وګټله او سکاټلنډ ته يې د منډو د جوړولو بلنه ورکړه، چي هغوى په پنځوسو اوورونو کي د نهو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ٢٦٠ منډي هدف وټاکئ.
د افغانستان له خوا سميع الله شينواري درې، محمدنبي دوه، دولت ځدراڼ دوه او حميد حسن يو سکاټلنډي لوبغاړي وسوځول.
د سکاټلنډ په لوبډله کي KJ. Coetzer ١٣٣ منډي وکړې او JH. Davey ٦٤ منډي وکړې، خو پاته نورو يې يوه هم تر ١٥ منډو ونه رسولې.
د افغانستان د منډو پر مهال محمدنبي ٥١، محمدشهزاد ٤٨، رحمت شاه ٣٥، نوروز منګل ٣٠، سميع الله شينواري ٣٠، اصغر ستانکزي ٢٨ او ګلبدين نائيب ٢١ منډي وکړې.
د سکاټلنډ له خوا ټاکلى د ٢٦٠ منډو هدف په يوه ورځنۍ لوبه کي لږ نه وو، هغه هم د شارجې غوندي ميدان کي چي منډي اسانه نه پر کېږي، خو دا چي ټولو لوبغاړو ښه لوبه وکړه، نو يې ټاکل سوى هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په داسي حال کي پوره کړ چي اته باله لا هم پاته ول.
د نن ورځي ښه لوبغاړى سميع الله شينوارى وبلل سو، چي درې سکاټلنډي لوبغاړي يې سوځولي ول او ٣٠ منډي يې کړي وې.
افغانستان په را روانو ورځو کي نوري لوبي هم لري، چي راتلونکي يې د مارچ له ١٢ تر ١٥ پوري بيا هم د سکاټلنډ سره يوه څلور ورځنۍ لوبه ده.
افغانستان ته د نن ورځي د لوبي ګټه ٢٠١٥ نړۍ کال کپ ته په وتلو کي ډېر مهم قدم وو، او په روانو لوبو کي يې تر آيرلنډ وروسته چي ١٣ نمرې لري، په دوهم مقام کي د ١١ نمرو په ګټلو ځان ټينګ کړ.