په پېښور کې د چاودنې له امله ٦ مړه او ٣٠ ټپيان شول

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | مارچ 9th, 2013


پېښور:د پېښوردمينا بازار سره نژدې چاودنه شوى چې له امله شپږ کسان وژل شوي او ٣٠ ټپيان دي چاودنه د مينابازار د باقرشا په بلال جومات کې شوې ده او په دې مهال خلک د ماسپښین پر لمانځه ولاړ وو. د ژغورنې دادارې یو چارواکي ويلي چې دغه چاودنه په جومات کې شوې ده، ټپيان روغتون ته رسول شوي چاودنې کې کابو څلور (۴) کلوګرامه چاودیدونکي مواد استعمال کړی شوي چاودنه دلمانځه په لومړي رکعت کې وشوه او په وژل شویو کسانو کښې دجومات امام هم شامل دی د چاودنې پر وخت په جومات کې کابو پینځو دیرشو (۳۵) کسانو لمونځ کاوه

Copyright Larawbar 2007-2024