کور / نثر / پښتو شفاهي ادبيات

پښتو شفاهي ادبيات

دسرمحقق زلمي هيوادمل دهغه ليکني له مخي چي دی يې په خپل يو اثر کي کاږي:

((… دابه مبالغه نه وي او نه وي او نه به کومه تېره زياته خبره وي، که ووايم چي دسيمي په ژبوکي پښتو دشفاهي ادبياتو دسرشارو چينو دلرلو له امله په لومړي کتارکي ولاړه ده. ))

رشتياهم پښتو دنورو ژبو په نسبت دشفاهي ادبياتو ډيري ذخيرې لري، چې يو علت يې هم ددوی خپله بې سوادي ده. ځکه ددوی ډېره فيصدی دځينو اقتصادي، سياسي، فرهنګي او ياهم اجتماعي عواملو له امله دليک لوست له نعمته بې برخي پاته سوې ده. نو په هغه ټولنه کي چي سواد نه وي دليکلو ادبياتو ځای شفاهي ادبياتو ته پاتيږي.

په زياتره هغه پښتني سيمو کي چي اوس هم دشفاهي ادبياتو بېلابيلي نمونې ايجاديږي، دهغه سيمو په ښارو کي دشفاهي ادبياتو دايجاد زمينه ډېره محدوده ده. پښتانه که هرڅومره دنوي تمدون له برياوليري پاته دي خوبياهم هنري ذوق لري او خپل دغه ذوق دهمدغه ادبياتو په نورو کالبونو کي ځايوي او خپله هنري تنده دهمدې لاري خړوبوي.

زموږ مخکنيو پرګنو چي خپله خوښي، غم، مينه، ارمان او داجتماعي ژوند کړه وړه يې دادبياتو په دغه فورم کي بيان کړيدي او بياترموږه پوري خوله پرخوله او سينه پرسينه رارسېدلي دي بايد پرې ووياړو او ديوفرهنګي تاريخ په څېر حساب پروکو. شايدډېر يې تراوسه پوري ثبت سوي هم نه وي او که ثبت سوي وي شايد تروروستيو پېريو پوري به په سم شکل نه وي رارسېدلي. دنوموړي ژبي شفاهي ادبيات دځينو استثنايې مواردو پرته په تاريخي لحاظ ډېرلرغوني نه دي. خو دځينو انواعو شکلي جوړښتونه بياله ډېرو لرغونو زمانو څخه روايت کوي او له اريايي سندرو سره نژدېوالی لري چي زرګونه کاله مخکي په همدې خاوره کي ايجادسوي، پالل سوي او روزل سوي دي. اوس موږ ته په کاردي چي خپل دغه کلتوري ارزښت هيڅ وخت هېرنه کړو ځکه دا دهمدې اولس دټولنيز ژوند هنداره ده او همدغه شفاهي ادبيات دي چي دنومړي اولس هنري استعداد نوروته ورښيي.

پورتنيو ادبياتو په خپله آرته سينه کي ډيري خوږې او ترخې، لوړي او ژوري خوندي کړيدي، ځکه دا دپښتني معاشرې دځانګړي کلتور څخه راپيداسوې معنوي شتمني ده چي دپښتون قام ټولنيز، اقتصادي، ملي او تاريخي ارزښتونه، دهغوی دفکر ډول، عقايد او تجربې په يوه خاص ملي چوکاټ کي ځای پرځای کړيدي چي دخوښۍ په وخت کي دخپل بزم مجلسونه، دتوري او ننګ ډګرونه پرې تاوده ساتو.

په افغانستان کي دوروستيو بدمرغيو ناوړه پيښي لکه چي دافغانانو داجتماعي، سياسي او اقتصادي ژوند پرهره برخه يې ناوړه اغېز وکړ نوهمدغسي يې ددوی پر فرهنګ هم ناوړه اغېز وښندی. له دغو بدمرغيو څخه ډېري کليوالي او ښاري کورنۍ په خپلو بانډو او کليو څخه مهاجرسول، له خپل اولس، خلکو، کور، کلي او سيميزو فرهنګي مناسباتو سره يې روابط پرې سوه. دهمدې ادب ساتونکو او ويونکو له نوو شرايطو او محيطونو سره مخامخ سول چي ددوی دکليوالي ژوند ارزښتونه يې له ننګونو سره مخامخ کړل.

دپښتو ددغه شفاهي ادبياتو دتيروربړو او ناخوالو سره سره بياهم دهغوی په راټولولو او ثبتولو کي زموږ روشنفکره طبقه لاس ترزني نه ده کښېنستلې، بلکي دقدروړ خدمتونه يې کړيدي. دنوموړو ادبياتو دراټولولو لپاره څه دپاسه سل کاله راپه دې خواکارپيل سوی دی او ترټولو دمخه دپښتو شفاهي ادبياتو ته غربيانو متوجه سويدي.

کله چي انګريزانو دهندپرنيمه وچه تسلط پيداکړ نودافغانستان، بلوچستان او پښتونخوا په سيموکي ددوی پام دغه ادبي او ژبني توکي ته ورواوښت. دنولسمي پېړۍ په اوږدوکي ځيني غربي څېړونکوته لکه تاربرل، جيمزډارمسټټر ( ۱۸۴۹ – ۱۸۹۴ م)، ماليون او نورو او دشليمي پېړۍ په دوران کي بياځينو پښتنو هم په دې لاره کي ځيني ديادوني وړکارونه وکړل چي زموږ دشفاهي ادب ځيني ډولونه يې راټول او خوندي کړل چي په دې ټولوکي دجيمزډارمسټټر کارتر ټولو ارزښتمن دی، ده دپښتو دشفاهي ادب نمونې په خپل مشهوراثر ( دپښتونخوا دشعرهاروبهار) کي خوندي کړې او داکتاب يې په لومړي ځل په ( ۱۸۸۸ م) کال په پاريس کي چاپ او خپورکړ.

په افغاني پوهانوکي ارواښاد غلام محی الدين افغان، ارواښاد محمدګل نوري، حبيب الله رفيع، په پښتونخواکي نوازطاير، په بلوچستان کي سيال کاکړ نومونه ديادوني وړدي او همدارنګه دشفاهي ادبياتو دعلمي مطالعې په لاره کي بيا کانديداکاډيمېسن محمدصديق روهي، ښاغلي عطايي، سرمحقق زلمي هيوادمل او سرمحقق دوست شينواري کارنامې هم نه سو هېرولای.

دنومړو ادبياتو ارزښتونو او اهميت ته دشلمي پېړۍ په جريان کي پښتو ښه ډېره پاملرنه درلودله. لکه په کابل کي پښتو ټولنه، چي دپښتو فولکلور او پښتو شفاهي ارياتو په راټولولوکي يې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي دي او همدارنګه په پېښورکي پښتو اکاديمي چي دپښتوشفاهي ادبياتو راټولول يې دخپلي کاديمي له وظيفو نه وشمېرل. په افغانستان کي دپښتو ټولني سربېره ځيني نوري موسيسې لکه داطلاعاتو کلتوروزارت چي پخپل تشکيل کي يې دادب او فوبکلور يوه ځانګړې اداره جوړه کړه. په ( ۱۳۵۲) لمريزکال پښتو ټولني دادب او فولکلور ډيپارټمنټ هم جوړکړ چي دافغانستان دعلومو اکاډيۍ فعال ؤ. دافغانستان دځينو فرهنګي ټولنو له خواچي دفولکلور ټولوني او فولکلور پوهني په اړه کوم کارونه سوي دي په هغه کي دارواښاد محمد ګل نوري کارونه دزياتي منني وړدي.