زابل:دښځونړیواله ورځ ولمانځل شول

جاويد احمد تنوير | مارچ 9th, 2013



هغه غونډه چی  دښځو دنړوالي ورځي په مناسبت دښځو چاروپه ریاست کی جوړشوي وه پکی ددغه ولایت سلګونو میرمنو او یوشمیر دولتي چاروکو ګډون کړي وه په غونډه کی دزابل مرستیال والي محمد جان رسولیار دښځو پرحقونو خبري وکړي او دپخوا په پرتله یی پدغه ولایت کی دښځو پروړاندی ستونزي او ننګوني کمي وبللي . نوموړي وویل چی اوسمهال دولتي ادارو او نړیولومسسو دښځو لپاره زیات کارونه او سهلتونه برابرکړي او ترڅنګ یی خلک هم دښځو په حقوقو پوهیدلي دی ،
ښاغلي رسولیار زیاته کړه چی هره میرمن دخپل حق او حقوقو دفاع کولای شی او باید دستونزو په صورت کی دولت ته خبر ورکړي .په یاده غونډه کی یوشمیر میرمنو په سیمه کی دښځو پروړاندی دپرتوستونزو څخه یادونه وکړه ، دوی وویل چی لا اوس هم یوشمیر کسان دی چی دپخوانیو دودونو له مخي ښځو ته ستونزي جوړوي 
په زابل کی دښځو نړیواله ورځ پداسی حال کی لمانځل کیږي چی پدغه ولایت کی لا اوس هم  هرکال دښځو چارودریاست لخوا دکلني رپوټ په پایله کی ډيری میرمني دکورني تاوترخوالي ، جبري ودونو او یوشمیر نورو  ننګونو قرباني کیږي ،دیادوني وړده چی دښځو دورځي په مناسب  دجوړي شوی غونډي دبرخه والو سره درامپ اپ موسسي لخوا مرسته هم وشوه


 


 


Copyright Larawbar 2007-2024