نیمروز:دښځو نړیواله ورځ ولمانځل شول

جاويد احمد تنوير | مارچ 10th, 2013


په نیمروز کی دښځو نړیواله ورځ ددغه ولایت دسلګونو میرمنو او چارواکو په ګډون په مرکز زرنج کی ترسره شوه . غونډه چی دښځو چارو په ریاست کی جوړه شوي وه پکي ددی ولایت والي محمد سرورثبات دپوهني  دولایتی شورا او یوشمیر نورو رئیسانو ګډون کړي وو په غونډه کی دنیمروزوالي ښاغلي ثبات دښځو پرروانو چارو خبري وکړی او په دغه ولایت کی یی دښځو ورځنۍ چاري په نثبي ډول ښي وبللي هغه زیاته کړه چی دا مهال په مرکز زرنج کی ډيری میرمني په کارونو لګیا دی او ددولت سره مرسته کوي .هغه دښځو دنړیوالي ورځي له امله ښځو ته ددغه ورځي مبارکي وویل ښاغلي ثبات د ښاروالي او رامپ اپ موسسي دهغه مرستي څخه هم مننه وکړه چی دښځو په ورځ یی دیوشمیر میرمنو سره ترسره کړه . په غونډه کی دښځو چارو رئیس اغلي آمنه حکیمي وویل چی دتیرو کلنو په پرتله یی دښځو په ژوند کی مثبت تغیرات راغلي دی او ډيری میرمني په دولتي ادارو کی کار کوی نیمروزددي هیواد یو دهغو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چی دامنیتي وضعیت دترینګلوالي له امله یی ښځي ډيری کارکولو ته زړه نه ښه کوي


Copyright Larawbar 2007-2024