زابل دنیالګیو کښینول پیل شول
جاويد احمد تنوير
دزابل والي محمد اشرف ناصري وایی په مرکزقلات ښار او ولسوالیوکی یی دنیالګیودکښینولو پروسه پیل کړه او غواړي سږ کال پدغه ولایت کی د۳۰ زرو څخه ترڅلویښتوزرو پوري نیالګي کښینوي . نوموړي زیاتوی چی دنوی کال په پیلدولو سره غواړي پدغه ولایت کی دخلکو لپاره یو سالم او سمسورچاپیریال برابر اوپدی سره خلک وهڅوي چی دوی هم پدغه پروسه کی برخه واخلي ، ښاغلي ناصري دسیمي دځایی اوسیدونکو وغوښتل چی دوي هم یو یو نیاګي کښینوي
ناصري وایی دسیمي اوسیدونکی باید خپل ماشومان هم د نیالګیو په شان وروزي او هغوی ښونځيو ته واستوي ترڅو په راتلونکي دهیواد په ابادولو کی برخه واخلي ،
په ورته وخت کی په مشرانو جرګه کی ددي ولایت دخلکو استازي محمد حسن هوتک وویل چی باید دپوهني په برخه کی ډير کار وشی او خلکو دپوهي په ارزښت وپوهول شی