افغان پولیس دوه امریکایی پوځیان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 11th, 2013


اسوشیټیډ پریس او رویټر په خپلو تازه راپورونو کی خبر ورکوی چی نن د وردګ ولایت په جلریز ولسوالي کی یو افغان پولیس پر امریکایی خاصوځواکونو باندی ضربه وکړه او وروسته د دواړو خواوو تر منځ ضربې وسوې چی په نتیجه کی دوه امریکایی کوماندویی پوځیان او درې افغان پولیس او د ملی اردو دوه افسران ووژل سول . دا پیښه د داخلی او خارجی قواوو په ګډه قرارګاه کی رامنځته سوه .
امریکایی پوځیان چی خښمېدلی وو ، پر یو ملکی موټر ډزې وکړې چی دوه ملکی انسانان یې پکښی ووژل .
نن د حامد کرزي لخوا امریکایی خاصو ځواکونو ته د خبرداري وروستۍ ورځ وه چی باید د وردګ ولایت څخه راووزی خو هغوی نه وزی .
تر اوسه معلومه نه ده چی د دې حملې علت څه و .

Copyright Larawbar 2007-2024