هلمند: د پوهنتون لپاره به ودانى جوړه سي

عطاالله محمدي | مارچ 13th, 2013


په هلمند كې به ډيرژرد پوهنتون لپاره ودانى جوړه سي

دا څرګندونې د افغانستان جمهوررئيس جلالتمآب حامد كرزي د سه شنبې په ورځ هلمند ته د خپل سفرپه ترڅ كي چي د كابينې يوشميرغړواود ولسي اومشرانو جرگو يوشمير استازو يې ملتيا كوله د يوې لويي غونډې په ترڅ كي چې پكښي د هلمند والي محمد نعيم ، د ځينو نورو دولتي ادارو مسؤلينو او لسگونومحصلينو او زده كوونكو گډون درلود وكړې.
د افغانستان جمهوررئيس جلالتمآب حامد كرزي د خپلې وينا په ترڅ كې وويل چې په دې ولايت كې به په يوه پراخه سيمه كې د پوهنتون د ودانى د جوړولو لپاره بشپړ امكانات برابراو ددې ترڅنگ به نوروستونزوته هم ځانگړې پاملرنه وكړي.

Copyright Larawbar 2007-2024