کور / رسنۍ / د عبدالهادي حېران د لنډو کيسو ټولګه چاپ شوه

د عبدالهادي حېران د لنډو کيسو ټولګه چاپ شوه

د عبدالهادي حېران د لنډو کيسو لومړنۍ ټولګه د “تنده مې ماته شوه” په نوم تازه په پېښور کې چاپ او خپره شوه. دا ټولګه چې د افغان خپرندويې ټولنې لخوا خپره شوې، سپين کاغذ او زړه راښکونکې سرپاڼه لري او ټولې پکې لس لنډې کيسې خپرې شوې دي چې اته د ليکوال خپلې او دوه د اردو او انګليسي ژبو څخه ژباړې دي. 
د عبدالهادي حېران لدې وړاندې د “پښتو په انټرنېټ کې” په نوم يو بل کتاب هم خپور شوى دى. په راتلونکي وخت کې به يې څو نور کتابونه: (١) انګليسي – پښتو متلونه، (٢) ناول، (٣) تکلونه او خاکې، (٤) د انګليسي د پخولو لارښود، (٥) تحليلي ليکنې او نور اثار هم خپاره شي. 




د دې ټولو کتابونو د ترلاسه کولو، يا وړانديزونو او مشورو او يا هم د کمپوزنګ او ژباړې د خدماتو لپاره په لاندې تليفون شمېرو او برېښناليک باندې تماس نيولاى شئ.
جلال اباد : (شفيع الله مصور) 0700-676273
پېښور:       (يونيورسټي بک اېجنسي) 091-2212534


                     (ع. حېران)  0332-9198722


برېښناليک:         ahhairan@gmail.com