کور / تازه خبرونه / عیسویانو خپل پاپ وټاکۍ

عیسویانو خپل پاپ وټاکۍ

له واتیکان هیواد څخه خبر دی چي نن ماښام پر اوه بجو او پنځه دقیقو د راټولو سوو کاتولیکو ، کاردینالانو تر منځ ، شپږاویا کلن ارجنټایني کاردینال ( یورګ ماریو بیرګوګلیو ) د څه دپاسه یو ملیاردو کاتولیکو د رهبر په صفت وټاکل سو . نوموړي ته د ( لومړي فرانسوا ) نوم ورکړل سو . دا لومړی ځل دی چي د لاتیني امریکې څخه پاپ تعینیږي .