کور / تازه خبرونه / د افغانستان د لوړو زدکړو د تعلیمي مؤسسو نیمایي کتابونه له ایرانه راځي

د افغانستان د لوړو زدکړو د تعلیمي مؤسسو نیمایي کتابونه له ایرانه راځي

د افغانستان د ټولو پوهنتوننو نیمایي برخه تعلیمي کتابونه د ایران چاپ او له هغه ځایه افغانستان ته راوړل کیږي . په کابل کښي د یوې ایرانی کتاب پلورونځی مشر ایرانی وایي چي کله په پوهنتوننو کي د کتاب کمبود احساس سي نو موږ دا کتابونه له ایران څخه را پوره کوو . د کتاب ښه کیفیت ، لوړ کمیت او ټیټ قیمت ته په کتلو سره داسي ښکاري چي ایران د خپل کلتوري اغیز بنسټونه لا ټینګوي . محمد اسماعیل د الهدا د نړیوالي کتابپلورنځی مشر چي په کابل کي دی وايي چي په مرکز کي دې ته ورته څو نور دوکانونه لري چي د زده کونکو ضرورت حل کړي او همدارنګه د ولایتونو په پوهنتوننو کي هم د هغو ادارو مشران زموږ څخه د کتابونو د واردولو غوښتنه کوي ، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چي راوړونکي کتابونه په کلکه څاري !؟