کور / تازه خبرونه / تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي ۱۳۶۰۰ امریکایي سرتیري پاته سي

تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي ۱۳۶۰۰ امریکایي سرتیري پاته سي

د امریکا د سنا د پوځي چارو د کمیټې مشر د افغانستان څخه د بیرته ستنیدلو پر وخت خبریالانو ته ویلي دي چي د دوه زره څورلسم کال څخه وروسته به په افغانستان کي دیارلس زره شپږسوه امریکایي سرتیري پاته سي . نوموړي زیاته کړه چي پر دی شمیر سربیره به د ناټو د اتحاد څخه شپږ زره سرتیري پاته سي . د دې شمیر سرتیرو څخه به یو شمیر د افغان ملي ځواک په ښونه او روزنه بوخت وي او نور شمیر به د تروریزم سره په جګړه کي د افغان ملي ځواک سره اوږه په اوږه وجنګیږي .