هلمند: يو پوليس وژل سوي ۵ مخالفين نيول سوي

عطاالله محمدي | مارچ 17th, 2013


دهلمند په ګرمسير ولسوالۍ کي يو پوليس وژل سوى او پنځه ددولت وسله وال مخالفين ژوندي نيول سوي دي.

ددې ولايت دګرمسير ولسوال ايوب عمر عمري وايي دشنبي په ورځ ناوخته ددرويشان په سيمه کي ددولت وسله والو مخالفينو په پوليسو بريد کړى دى چي په ترڅ کي يي يو پوليسو وژل سوى او يوټپي دى.

نوموړي وويل تر دې پيښي وروسته پوليسو اوامنتي ځواکونو سيمه محاصره كړه چي په ترڅ کي يې دپيښي په څاى کي پنځه تنه ددولت وسله والو مخالفين نيولي دي.

بل خوا دوسله والو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايې دوه پوليس بي وسلي طالبانو وروسته له هغه وژلي دي چي دوه ميله وسلي يې له پوليسو واخيستي.

Copyright Larawbar 2007-2024