کور / اقتصادي / سوداګري Trade

سوداګري Trade

انسان له بيلابيلو اړتياو او غوښتنو سره يو ځای نړۍ ته راغلی چې دغه غوښتنې او اړتياوې انسان ډيرو هڅو ته اړباسي په پخوانيو زمانو کې سوداګرۍ شتون نه درلود. د نړۍ انسانان په ځان بسيا ول.يوازې درې اړتياوې يې لرلې :خوراک،لباس او اوسيدل چې خوراک يې د ښکار له لارې،لباس يې د وحشي ځناورو له پوستکو او دبيلابيلو بوټو له پاڼو څخه و او د اوسيدو لپاره يې له څمڅو څخه کار اخېست چې په هغه وخت کې انسانان يو بل ته اړ نه ول.خوکله چې د انسانانو فکرونو پرمختګ وکړ ددوی په اړتياو کې توپير رامنځته شو د خپلو اړتياو د پوره کولو لپاره يو بل ته اړ شول. د خپلو اړتياو د پوره کولو لپاره يې يو له بل سره توکي تبادله کول. چې همدلته د سوداګرۍ هنر رامنځته شو.د توکو تبادله د ګټې په منظور په مسلسل ډول سوداګري بلل کيږي يا سوداګري د توکو اخېستل او خرڅولو ته وايي.همدارنګه کولای شو سوداګري داسې هم تعريف کړو:ټولې هغه کړنې چې د توکو تبادله له توکو يا پيسو سره کوي سوداګري بلل کيږي.د وخت په تيريدو سره کله چې د انسان پانګه او تجربه زياته شوه خپله ګټه يې په دې کې وليده تر څو ځينې توکي له خپلو اړتياو څخه ډير توليد کړي او هغه د نورو اړتيا وړتوکو سره تبادله کړي.

له درو پيړيو را په دې خوا د سوداګرۍ موضوع په ځانګړې توګه بهرنۍ سوداګري د نړۍ د اقتصاد پوهانو او پاليسۍ جوړونکو د بحث او جدل وړ ګرځيدلې ده. په اقتصاد کې سوداګري او د هغې رول په اړوند مطالعه د ميرکنتالستانو په دوره کې 15-18ميلادي پيړۍ پورې رامنځته شوه.په هغو وختونو کې ليکوالان او سياست پوهان پر دې عقيده ول چې د هر هيواد ملي ګټې د صادراتو په هڅو نه بلکې د وارداتو په راکمونه کې نغښتې ده، چې وروسته له18ميلادي پيړۍ څخه نوموړې نظريې خپل ځای ازادې سوداګرۍ ته پريښود. په دې دليل سره چې ازاده سوداګري د دواړو خواو په ګټه تماميږي.

ايډم سميت او ريکارډو د دې نظريې د بنسټوالواو کلکو مدافعينو له ډلې څخه ګڼل کيږي. د ايډم سميت او ريکارډو د تيورۍ په اساس که يو هيواد يو توکي نظر دې ته چې په خپله يې توليد کړي له بل هيواد څخه په مناسب قيمت لاسته راوړي، بايد له هغه هيواد څخه يې را وارد کړي او خپله پانګه او بشري ځواک په يو داسې توکي ولګوي چې په نورو هيوادنو کې ښه اخيستونکي ولري. له سوداګرۍ څخه د ګټې د تيورۍ په پام کې نيولو سره د هيوادونو تر منځ سوداګري ورځ تر بلې زياتيږي، هان تر دې بريده چې ځينوهيوادونو لخوا بې وزله هيوادونه تر خپل تسلط لاندې راوستل شول. همدرانګه د ګمرکي خنډونو د تيورۍ رامنځته کول هم له همدې انګيزې څخه پيل شوې دی. په نړۍ کې د پوهې او اقتصادي څيړنو له پرمختګ سره په نړۍ کې سوداګريز بلاکونه رامنځته شول ترڅو غړي هيوادونه په ازاده توګه توکي اوچوپړتياوې تبادله کړي.