دافغاني پولیسو مرګ ژوبله دپروسږکال په پرتله (۱۵) سلنه زیاته شویده
59
دافغانستان ملي پولیس چي دهیوادپه بیلابیلوسیموکي دامنیت په دنده بوخت اودوسله والوسره په جګړوکي لاس اوګریوان دي ،تر پروسږکال یې زیات تلفات ورکړيدي. افغان پولیس دوسله والومخالفونواودځانمرګو لخواه په( ۱۳۹۱ )شمسي کال کي ٪۱۳سلنه مرګونې تلفات لري. دغه مطلب دکورنیو چارووزارت ویاند صدیقي نن یوی رسني ته څرګندکړی. هغه په ډاګه کړه چي زموږ دپولیسوځاني تلفات په روان کال کي ۱۵٪ سلنه ته رسیدلي دي. هغه وویل چي په (۱۳۹۱ )کال کي (۱۶۰۰) پولیس وژل شوي او تر دریوزرو (۳۰۰۰)زیات پولیس ټپیان شویدي.
صدیقي زیاته کړه چي،وسله والوترهګرو په روان کال کي دسړک دغاړی دبمونو، ځانمرګي بریدونو،بمي چاودنواو دامنیتي ځواکونوسره دمخامخ جګړوپه درشل کي (۶۳۰۰) وسله وال برویدونه کړی دي.
نوموړۍ وایې چي سږکال په افغانې پولیسو باندي ډیردرانه ګوزارونه شویدي او دوسله والومخالفو ډلو تلفات تر دي لا هم درانه دي .دده په وینا دمخالفووسله والوډلومرګوني شمیر په روان کال کي تر(۴۶۰۰) تنو څخه زیات دي. دهغه په خبره ،یواځې(۹۸۰) مخالفین په روان کال کي وژل شویدي او (۶۷۰۰) تنه بندیان شویدیي،چي دهغوی له ډلي نه (۴۰) تنه یی ځانمرګيان دي.
صدیقي وایې چي په( ۲۰۱۲ )م کال کي(۱۶۰۰) تنه پولیس ،(۴۶۰۰)تنه طالبان او(۲۷۴)تنه دناټوسرتیر ي وژل سویدي .
هغه زیاته کړه چي په په روان کال کي په هیوادکي دجرمونوکچه هم لوړه شویده، هغه څرګنده کړه چي په (۱۳۹۱) کال کي د قتل اووژلو،غلا،جنسي تیري، رشوت او درغلیو په تور (۱۲۰۰۰) رسمي دوسیه ثبت شویدي. اودسږکال دجرمونوکچه تر پروسږکال (۳٪) سلنه زیاته شویده اوسږکال (۱۶۲۰۰) تنه د مختلفو بیلابیلوجرمونوله کبله بندیان شوی دي.