کندهاردچاپیریال ساتني په نامه مشاعره وشوه

جاويد احمد تنوير | مارچ 19th, 2013


په کندهار کی دښاروالي په نوښت دغه مشاعره او دمحلي سندرغاړو کنسرت تیره ورځ داطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کی دنوي کال په موخه جوړه شوی وو په مشاعره کی چی سلګونو ځوانانو او شاعرانو ګډون کړي وو دمینه والو لخوا یی تود هرکلی کیدي ، یادي مشاعري دري برخي درلودی چی لمړي ویناوی دوهم مشاعره او دریم دځوان سندرغاړي ایمل چی نوی یی هنر ته مخه کړي وه په زړه پوري کنسرت وه  دوینا پرمهال دکندهار داطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي دواخان مینه پال خبري وکړي او ځوانان یی وهڅول چی دسیمی فرهنګ او کلتور په برخه کی دژبی لپاره کار وکړي ، نوموي زیاته کړه چی پدغه مشاعره کی یوازي دښاروالي لخوا دشاعرانو څخه غوښتنه شوی ده چی پدغه ورځ خپل شعرونه چاپیرال ساتني ته ځانګړي کړی ، هغه زیاته کړه چی دغه ټولنه او هیواد زموږ او ستاسو کور دي او پالنه او ساتنه یی هم پرموږ فرض ګڼل کیږ په ورته وخت کی دکندهار ښاروال عمر په خپلو خبروکی دخلکو وغوښتل چی دښاروالۍ همکاره شی او ورسره مرسته وکړي ورسته مشاعره شروع شوه چی ټولو شارعرانو خپل شعرونه چاپیرل ساتني ته ځانګړي کړی وه دمشاعري په ورستۍ برخه کی ۵ غوره شاعرانو هغه تحفي ورکړي  چی درامپ اپ لخوا ورته برابری شوی وي دغونډي په مرستۍ برخه کی دځوان سندر غاړي ایمل په زړه پوري کنسرت مینه والو ته وړاندی شوی چی ځوانو لخوا په چکچکو بدرګه کیدي



Copyright Larawbar 2007-2024