کور / تازه خبرونه / د لر افغانستان وروستي خبرونه : په واڼا سړک د خاصه دار …

د لر افغانستان وروستي خبرونه : په واڼا سړک د خاصه دار …

لراوبر – پښتونخوا


په سرحدپورى اړونده سيمه ټانک کښې په واڼا سړک د خاصه دار ځواک ديوپخوانى کارکوونکى جسد ترلاسه شويدى دترلاسه شوى راپوله مخى دټانک څخه لس کيلو متره وړاندى دډبره له سيمى څخه دخاصه دارځواک دپخوانى کارکوونکى ٤٥ کلن شوکت بېټنۍ سرپريکړى جسد پيدا اوپه لاس راغلى دى. دجسد له خوا څخه يو ليک ترلاسه شوى چې په هغه کښې ليکل شويدى چې هرڅوک منافقت او ټګى برګى کوى نو پايله او عاقبت به ئي همداشان وي په سويلى وزيرستان کښې دسيمه ايزووسله والوبنسټپالو له څنګ دډزبندۍ له اعلان څخه وروسته دا په نوموړى سيمه کښې لومړنى ترورستى پيښه ده.
 




 دجميعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ويلى دي چې پاکستان سيکولر رياست ندى بلکه يومذهبي رياست دى کراچي کښې مطبوعاتي کنفرانس ته دوينا په ترڅ کښې نوموړي زياته کړه چې په هېوادکښې دډله ايزو فساداتو پېښې ديوه پلان برخه ده څه قوتونه مونږ دخپلې عقيدې څخه اړولو سره زمونږ په شتمنيو غېږټينګول غواړي په ټوله نړى کښې مذهبي ډلې په نښه کيږي او نړيوال غواړي چې مذهبى تعليماتو ته دبنسټپالنې نوم ورکړي.
 




 دسترې محکمې دوکيلانو داتحاديې يوتن مخکښ على احمد کرد وايې که چرته ترديرشم اپريل پورې قاضيان بحال نه کړل شول نو په سخت احتجاج به لاس پورې کړي نوموړى ويلي دي چې داحتجاج پرته بله لارورسره نشته دشخصي ټلويزون سره په خبروکښې ښاغلى کرد ويلى دي چې وکيلان نن په اسلام آباد کښې راغونډيږي اودراتلونکي په هقله به پريکړه وکړي.
 




 دحکومت اوطالبانو ترمنځ دامن لوظنامه دځنډښکار شوه دشخصي ټلويزون دراپورترمخه دتحريک طالبان پاکستان وياند مولوي عمر وويل چې دحکومت اوطالبانو ترمنځ دسولي خبرې اترې دځنډونو سره مخامخ شويدي وياند زياته کړيده چې طالبانو هيله درلوده دپاکستان له نوي حکومت سره به ټولې مسئلې دخبرواترو دلارې هوارې شي خواوس دغه خبرې دريدلي دي څه بهرني قوتونه او ادارې نه غواړي چې دحکومت او طالبانو ترمنځ دسولې تړون وشي مولوي عمر وايې چې دطالبانو دمهمند ايجنسۍ په شمول دنوروسيمو داوسنيو پېښو سره هيڅ ډول تعلق نشته.
 




 دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شاه محمودقريشي ويلى چې ايران دپاکستان دانرژى اړتيا پوره کولو لپاره ١١٠٠ ميګاواټ بريښنا پاکستان ته ورکوي دايران دجمهور رئيس احمدى نژاد دپاکستان ددورې څخه بېرته  ستنيدلو لږ ساعت وروسته دبهرنيو چارو وزير خبريالانو ته وويل چې اوس مهال ايران ٣٥ ميکاواټ بريښنا پاکستان ته ورکوي خو دپاکستان دانرژى اړتياپوره کولو لپاره به ايران پاکستان ته يوولس سوه ميګاواټ بريښنا ورکړي پدغه لړ کښې تړون لاسليک کولو لپاره به په نږدې وخت کښې دايران دانرژى وزيردپاکستان دوره وکړى ښاغلى قريشي زياته کړى چې دګيس لائن په هقله هم ټولې چارې سرته رسول شويدي اوپردغه تړون به په نږدي وخت کښې ددرې واړه هېوادونو ولس مشران لاسليک وکړي.
 




 دپېښورښار دننه په يوه لرغونى او زړه جونګړه کښې ديوځغلنده او چټک اوردلګيدو په خونړۍ پېښه کښې په يوه خونه کښې پنځه خويندى او وروڼه سره يوځاى وسوځيدل او ټول په موقع په حق ورسيدل دترلاسه شوي راپور ترمخه دپېښور ښار په سرکى ګيټ نومى سيمه کښې په يوه کور کښې دبريښنا دلين دشارټ کيدو له امله تيز اورولګيدو چې دهغى له کبله په خونه کښې ويده پنځه کلنه ماشوماه دوه کلن نعمان يونيم کلن عثمان، درى کلنه عائيشه لس کلنه ناديه او اوه کلنه طاهره داورپه لمبوکښې وسوزيدى او خپل امانت روحونه ئي پاک مولاته وسپارل خودحق رسيدلو ماشومانو بدنصيبه او بدمرغه مور داوردلمبو څخه ژغورل شوي او په ټپى حالت کښې لاتراوسه ژوندۍ ده دځايى اوسيدونکو اوعينى کتونکو ترمخه داوروژنى دادارى چارواکوته د خبرورکولو سره سره داور وژنى موټر يوساعت وروسته دپېښى سيمى ته راورسيدو چې له هغوى سره داور وژنى پخاطر داوبو نلونه هم نه ؤ چې دامهال دحق رسيدلو ماشومانو جسدونه روغتون ته هم رسول شوى ؤ او دسيمى ګڼ شمير خلک هلته راغونډ شوي ؤاو ټوله سيمه  دوير اوماتم څخه ډکه وه.
 




 دپاکستان مسلم ليګ(ن) مشر نوازشريف اسمبلۍ دماتيدوخبره ردکړيده او ويلى يې دي چې دقومي اسمبلۍ دماتولو هيڅ جواز نشته په اسلام آبادکښې دخبريالانو سره دپوښتنو ځوانوته ورکولو سره نوازشريف وويل که چرته دقاضيانو دبحالۍ په پريکړه کښې ځنډراغۍ نودقاضيانو ددندې موده غځولو په هقله به غوروکړو سربجت سنګه په هقله ديوې پوښتنې په ځواب کښې ښاغلى شريف وويل چې سربجت سنګه چې دجاسوسى په توردپاکستان سره  بندى دى دشرط سره خوشى کول پکاردى.
 



دسرحداسمبلۍ مرستيال سپيکر خوشدل خان ايډوکيټ ويلى چې داوړو بحران ذمه واره کسانو ته به سخته سزا ورکول شي په متنى کښې ولسي غونډې ته په وينا کښې ښاغلى خوشدل خان وويل چې مخلوط حکومت په سختو شرايطو کښې دهېواد چارې په لاس کښې واخستې خو هېواد به ډيرزر ددغو بحرانونو څخه خلاص کړل شي هېواد او ولس له ستونزو سره مخامخ کوونکى دبښنې وړندى هيچاته به دولس حقونه ترپښو لاندې کولو اجازه ورنکړل سي ايالتي حکومت به دصوابى داړيتاوړغنم واخلي اوداوړو دقاچاک دمخنيوى لپاره به هم جدي اقدامات وشي.
 



په مردان پورى تړلى سيمه تخت  بهائى کښې ديوى جونګړى دبرنى چت دنابيره راغورځيدو په  غم لړلى پيښه کښې پلار اوځوى په حق ورسيدل او مورئي کلکه ټپى شويده ديو رارسيدلى باورى راپور ترمخه دمردان دتخت بهائى دټکر په سيمه کښې دهستوګنى ديوه کور دپاسنى چت درالړه کيدو په  دردناکه پېښه کښې پلاراوځوى دواړه په ټکې مړه او مورئى کلکه ټپى اوپه نيم ژوندى حالت کښې ده . دغم ځپلى کورنۍ په حق رسيدلو وګړو کښې ديرش کلن پلاراوپنځه کلن ځوى ئي شهزادخان شامل دي.