کور / تازه خبرونه / په بلجیم هیوا کي هالنډ میشتو او بلجیم میشتو افغانانو پسرلنۍ مشاعره جوړه کړل

په بلجیم هیوا کي هالنډ میشتو او بلجیم میشتو افغانانو پسرلنۍ مشاعره جوړه کړل

د بلجیم هیواد د انتورپن په ښکلي ښار کي د هالنډ او بلجیم میشتو افغانانو په ګډون پرون د شنبې ورځ د ۲۰۱۳ زیږدیز کال د مارچ د میاشتي په ۲۳ نیټه د ماښام له پنځو بجو څخه د شپې تر دولسو بجو پوري د ۱۳۹۲ لمریز کال د رارسیدلو په ویاړ، یوه ښکلی مشاعره او تفریحي غونډه تر سره سول.په غونډه کي د مشاعری سربیره ادبي ټوکي ټکالي ، ذهني اذموینه ، د کال ۱۳۹۲بختور او ښکلي اتڼونه شامل وه . په غونډه کي بهر میشتو افغانانو د لیدلو کتلو تر څنګ د خپل کلتور او ثقافت ډیره پیاوړی مظاهره وکړل . د دی غونډي رپوټ به په تفصیلي ډول ، له انځورونو او ویډیو کلیپونو سره یو ځای خپور سي .