په کندهارکي د مځکي دغصب ادعاوي

د لراوبر اداره | مارچ 25th, 2013


په کندهار کي له څو اونيو راهيسي د زورورو او بانفوذه کسانو څخه د غصب سوو مځکو د اخيستو او هغو لارو، دولتي ودانيو او د لوړو مامورينو د کورونو پر شاوخوا د راګرځېدلو سميټي دېوالونو د ايسته کېدو کار شروع سوى، چي له تيرو څو کلونو راهيسي يې د خلګو تګ راتګ له زياتو مشکلاتو سره مخامخ کړى وو.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا لراوبر ته وويل چي چي په دامان ولسوالي کي يې له ښاغلي حشمت کرزي او جنرال عبدالرازق شيرزي څخه په زرونو جريبه غصب سوې حکومتي مځکه بيرته اخيستې ده، او له نورو کسانو څخه به يې هم بېله کومي استثنى واخلي.
د کندهار ښاروالي بيا وايي په ښار کي شاوخوا ٢٠٠٠هغه سيميټي دېوالونه به ټول بيرته ايسته کړي، چي په تيرو کلونو کي د امنيتي مشکلاتو په خاطر ايښول سوي وو. که څه هم د ښار په منځ کي تر اوسه يو يا دوه ځايونه ايله سوي دي، خو د کندهار ښاروالي څو ورځي دمخه يوه کوڅه په دې پلمه د خلګو پر مخ په لويو سميټي ډبرو بنده کړه، چي دا د يو چا شخصي ملکيت دئ.
دغه کوڅه چي د کندهار ښار د کابل شاه په سيمه کي موقعيت لري، ويل کېږي يوه اړخ ته يې د کندهار والي ته نيژدې يوې کورنۍ مځکه ده او د انجينر کبلي په نوم د دې کورنۍ غړى يې د ملکيت دعوه کوي.
د همدې کوڅې يوه اوسېدونکي محمود مرهون لراوبر ته وويل: ” د دلوي پر ١١ _مه  ماخستن څه کم ۱۱ بجې وې موږ خبر سوو، چي کوڅه مو بندېږي، وروسته مو وليدل چي د والی اخښی کبلى د ښاروالي د کرينګ او کاريګرو په مرسته د کوڅې په منځ کي سمېټي خښتي ايږدي. هغه بېله دې چي کم سند ښکاره کړي، يا په شفاهي ډول خلګو ته قناعت ورکړي د خښتو تر ايښولو وروسته له سيمي څخه ولاړئ. “

دغه کوڅه د کندهار د کابل شاه له ختیځ څخه شروع او د کندهار پخواني قول اردو ته څرمه پرته ده، چي د سيمي د خلګو په وينا د شهید سردار محمد داود خان د ماسټر پلان مطابق په دې کوڅه کي د کندهار ښار د يوه تاجر حاجي آغامحمد محرابي د کور لار هم را خلاصه ده، خو اوس د ښاروالي له خوا تړل سوې ده.

حاجي آغا محمد محرابي وايي:”دا کوڅه په ماسټرپلان کي په بره پنځه متره ده، خو اويا سانتي متره يې وختي لا د انجينر کبلي له خوا غصب سوې ده او اوس يې د ملکيت دعوه هم کوي.”
ښاغلى محرابي زياتوي: “له هغي ورځي راهيسي چي ډاکټر توريالى ويسا د کندهار والي سوى دئ، په دې هڅه کي وو چي دغه کوڅه بنده او د ډاکټر اميرجان په جايداد يې ورګډه کړي، دا چي د محل خلګو يې په قانوني اسنادو مخالفت کاوه اوس يې په زور بنده کړه.” خو دغه چي دوی يې قانوني اسناد بولي ، لراوبر ته نه دي ښکاره سوي او پر ځای يې يوازي ددوی په استازيتوب د ښارجوړوني وزارت يو انتقادي مکتوب کاپي موږ ته رسېدلې ده چي هلته هم تر ډېره د ښاغلي محرابي دکورنۍ په پلوي له کندهار والي څخه شکايت سوی دی.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په يوه تليفوني مرکه کي لراوبر ته وويل:”د حاجي آغامحمد محرابي د کور لار په دې خوا کي نسته، دا مځکه پخوا مامته وه، د امبارو او کنارابونو دپاره استفاده ځني کېده او دوى ناحقه خپله دروازه ورته راخلاصه کړې ده. دوى اصلاً د کوڅې په بل اړخ کي يوه غټ سړک ته لار درلوده، هغه خوا يې ګودام کړې ده، او په دا بله خوا کي يې (دکور شاته) دروازه کښېنوله چي اوس د لاري استفاده ځني کوي.”
لراوبر ته د دې کوڅې نقشه او د محل د خلګو له خوا ځيني اسناد هم رارسېدلي دي، چي له اسنادو څخه يوه عامه کوڅه معلومېږي، نه د کوم چا شخصي ملکيت.
د دې علاقې اوسېدونکي وايي اصلاً پر دې کوڅه تګ راتګ نه کېدئ، د شاوخوا کورونو کنارابونه ورته را خلاص ول، خو په وروسته کلونو کي د همسايګانو له خوا تګ راتګ هم پر شروع سو.
د کندهار والي ډاکټر توريالى ويسا هم له کوڅې څخه د کنارابونو او امبارو په خاطر استفاده مني، خو وايي خو د مرحوم ډاکټر اميرجان کورنۍ د شاهي دولت شرعي قوالې لري، ددغو قوالو پر اساس دغه کوڅه هم د نوموړي قانوني ملکيت دی.

په کندهار کي د لراوبر خبريال عطاءالله محمدي په دې هکله د کندهار له ښاروال سره هم ږغېدلى دئ.
د کندهار ښاروال قاضي محمدعمر وايي:”دا ډول کوڅې په ټوله ښار او ټول هيواد کي سته چي خلګو به د فضوله موادو د نقل په خاطر د يوې لاري په توګه کار ځني اخستئ، دغه کوڅه د سردار محمد داود خان په وخت کي جوړه سوي ده، هغه وخت خلک د پايپونو او ګډرانو سره اشنا نه ول او د هر کور شاته يوه کوچنۍ کوڅه ورکول کېده، چي کناراب به يې هم هغې کوڅې ته ور خلاص وو او بيا به پر خرو دغه امبار او نور شيان ځني را ايستل کېدل، خو اوس خلګ له دغسي کوڅو څخه د د همسايګانو د يوه جوړجاړي پر اساس د لارو کار اخلي. که څه هم دا يوه شخصي موضوع ده چي په ښاروالي پوري هيڅ اړه نه لري، خو ښاروالي تر هغو بنده کړې ده چي دواړي خواوي يوه جوړ جاړي ته سره رسېږي. “
حاجي آغا محمدمحرابي وايي: “په قانوني توګه ښاروالۍ هيڅ حق نه درلودئ، چي دغه لاره بنده کړي، نوموړي د بارکزو د قوم د يو شمېر بانفوذه حکومتي چارواکو نومونه ياد کړه چي ګواکي له موضوع خبر دي او ټولو دا يوه عامه لار بللې وه.”
 
د کوڅې پر سر په جنجال کي ښکېل اړخونه هر يو ځانته دلايل وايي او د اسنادو د لرلو  ادعا کوي. د کندهار ښاروالي يې د همسايګانو ترمنځ مشترکه بولي، د حاجي آغا محمد محرابي له خوا په رالېږل سوو اسنادو کي يوه عامه لار بلل سوې ده، خو د کندهار والي يې بيا د ډاکټر اميرجان د کورنۍ ملکيت ګڼي.
ډاکټر توريالى ويسا:”ښاروال صاحب د ٥٤ نمبر او ٥٥ نمبر قبالو پر اساس دغه مځکه د مرحوم اميرجان ملکيت بللى او امر يې ورکړى، چي که يې بندوي او که چاردېوالى پر راګرځوي خپل حق يې دئ. حاجي آغا محمد له زور څخه کار اخلي هغه ورځ چي د ښاروالۍ کسان ورغلي ول، هم يې وسلې پر را ايستلي وې او د ملاسيدمحمد (د مشرانو جرګې غړي) کور ته يې د بنديانو په څېر په زور بېولي ول، چي اوس يې قضيه څارنوالۍ ته تللې ده. بيا د دوى د بارکزو د شورا غړو حاجي نصرالله او حاجي عزيزالله هم حاجي آغا محمد هم دوى ملامت کړي ول، ځکه دښاروالۍ له کسانو سره زور زياتی ، موبايل ټيلفونونه ترې اخستل او د وسلو په زور په يوه کور ننه ايستل ښيي چي دوی بېخي لوچګي يې شروع کړې ده. قانوني اسناد موجود دي ، موږ هيڅ چاته اجازه نه ورکوو چي په غيرقانوني توګه د چا پر ملکيت دعوه وکړي.”
ښاغلى ويسا زياتوي: “دوى د خپل کور ناوې او د بدرفت اوبه هم دې خوا ته ورايله کړي دي، چي همسايګان ځني په عذاب دي. دا اصلاً کوڅه نه ده او نه هم د ښاروالۍ سره د کوڅې په نوم ثبت ده، اوس يې دوى څنګ ته مسجد هم جوړ کړى دئ او خپله د مسجد يوه اندازه مځکه هم د قبضې ده، چي د مرحوم اميرجان ملکيت وو، خلګ ناخبره لمونځونه پکښي کوي او په شرعي حساب يې لمونځونه هم نه صحيح کېږي. حاجي آغا محمد محرابي خپل ځانته په هغه بل طرف کي لار لري، هغه خوا يې د ګل آغا شيرزي د والي توب پر مهال ګودام کړې ده چي ښاروالۍ ته ماليه هم نه ورکوي، نو ځکه يې اوس دې خوا ته لار خلاصه کړې ده او په دې کوڅه کي غټي مازداوي او موټران تېروي چي ډېر وخت د دوى له لوري موټر پکښي ولاړ وي نو بيا د يوه بايسېکل يا موټرسايکل د تېرېدو امکان هم نه وي. “

دا چي د کندهار ښاروال قاضي محمدعمر او د حاجي آغامحمد محرابي اسناد يې د همسايګانو ترمنځ مشترکه لار بولي، نو بيا ولي دا لار د ښاروالي له خوا تړل سوې ده؟ خو ښاروال وايي دوى حق لري چي په دې ډول موضوعاتو کي د دريمي او سمي لاري د پيدا کېدو په خاطر مداخله وکړي.
د کندهار ښاروال: “موږ دا کوڅه ځکه بنده کړې ده چي اول خو په قواله يا تصويب پلان کي دا ساحه د ډاکټر اميرجان ملکيت دی، دوهم حاجي آغا محمد  له تېرو لسو کالو راهيسي دې کوڅې ته راغلى دئ، خو ډاکټر اميرجان له پنځوسو کالو راهيسي دلته پروت دئ، دريم که چيري حاجي آغا محمد دلته حقدار هم وي، نو دا کوڅه خو د ټونيس موټر د تګ راتګ دپاره نه ده، کله چي د دوى موټر په کوڅه کي ودرېږي نو بيا کوڅه پر يوه مخ بنده سي او هيڅوک نه سي تېرېداى. “
 
يادونه: د لراوبر ادارې کوښښ وکئ چي د موضوع د ښه روښانتيا په خاطرد  کندهار د والي ډاکټرتوريالي ويسا له ادعا سره سم له ښاروالۍ څخه د ٥٤  او ٥٥ نمبر قوالو کاپي هم واخلي، خو ښاروال صاحب همکاري ونکړه.

 

Copyright Larawbar 2007-2024