زابل کلني ښونیز بهیر پیل شو

جاويد احمد تنوير | مارچ 26th, 2013


دپوهني کلني ښونیز بهیرپه زابل کی پداسی حال پیلیږی چی پدغه ولایت کی تیرکال ګڼ شمیر ښونځي دزده کونکو پرمخ تړلي وه خو سږکال چارواکی وایی دپوهني د ودي او سمون په موخه به تر وسه وسه هڅه کوي .دغه څرګندوي دنوي ښونیز کال دپرانیستي په مراسیموکی محلي چارواکو وکړي . دوي وایی دقومي مشرانو سره یی خبري کړي ترڅو خپلو ماشومانو دزده کړي زمینه برابره کړي .دزابل والي محمد اشرف ناصري وایی ډیر ژربه یوشمیر هغه ښونزي دسره پرانیزي چی تیر کال دځینو ستونزواو ننګونو له امله تړل شوی وه . ښاغلي ناصري زیاتوي تیرکال یی دفعاله ښونځيوشمیر ۹۶ وه او په زده کړه دبوختو کسانوشمیر یی ۶۰۰۰۰ کسانو ته رسیدي چی سږکال به دغه فیصدي جګه کړي
په غونډه کی دزابل دپوهني رئیس رحیم الله لودین دپوهني پروړاندی بیلابیل لامیلونو ته په اشاري سره وویل چی یوشمیر ښونځي یی ددولت دوسله والو مخالیفینو دګوښاونو اوځينو نوروننګونو له مخي تړلي دی .هغه زیاته کړه چی هڅه کوي ترڅو په نوي تعلیمي پیل شوی کال کی دتړل شویو ښونځیو شمیره راکمه کړي .ښاغلي لودین زیاتوی چی شملزو او خاک افغان دوي هغه ولسوالۍ دی چی ددوی ښونځي پکی پرمخ تړلي دی او هلته هیڅ دپوهني په برخه کی کار ندی شوی .نوموړي وایی سږکال یی دخلکو په غوښتنه تصمم نیولي ترڅو په شملزو ولسوالي کی خپل ښونځي پرانیزي .دیادونی وړده چی په زابل کی نوي تعلیمي ۱۳۹۲ کال پداسی حال کی پرانیستل کیږي چی پدی ولایت کی تیرکال ۱۶۳ کسان لوړو زده کړوته کامیابه شوی وه چی دبریالیوزده کونکو شمیر تربل هروخت زیات بلل شوی دی .

Copyright Larawbar 2007-2024