کندهار والي:مرستندويان له دولتي مشارکت پرته هيڅ ډول پروژه نسي پلي کولاى
کندهار والي وايي چي مرستندويه مؤسسات او غير دولتي ادارې له افغاني واحدونو سره تر مشارکت او له هغوى سره د خپلو پلانونو تر شريکولو مخکي هيڅ حق نه لري چي پروژې پلي وکړي او پر خپل سر له غير رسمي سړيو او کړيو سره کارونه هماهنګ کړي.
پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا چي نن يې د خپل کار په دفتر کي ددغه ولايت لپاره د ولايتي بيارغوني ټيم له استازو او په ښوونيزو او پرمختيايي برخو کي د کار کوونکي مؤسسې CCI له مسؤلينو سره ليدنه درلوده وويل چي ټول کارونه بايد د افغاني ادارو د پلانونو په چوکاټ کي مخته ولاړ سي او د پروژې تر پيل مخکي د همږغۍ لپاره اړوند اداري واحدونه په جريان کي واچول سي.
نوموړي زياته کړه چي له وړاندي يې ټولو ولسوالانو ته امر کړى چي د ولايتي اداراتو، په ځآنګړې توګه د سکتوري رياستونو له تائيد او خبراوي پرته دي هيڅ مرستندوى ته اجازه نه ورکوي چي په منطقه کي يې خپل سري پلانونه پلي کړي او بې ځايه پيسې مصرف کړي.
کندهار والي د نن ورځي په مجلس کي له مرستندويانو وغوښتل چي ټولو سکتوري مجالسو ته حاضر سي او هلته خپل پلانونه له نورو سره هم شريک کړي ترڅو په يوه ساحه کي د عين شکل کارونو مخه نيوله سوې وي او هم د ښو نتايجو لپاره له يو بل سره همکاري صورت ونيسي.
د ولايتي بيارغوني ټيم PRT او CCI مسؤلينو له کندهار والي سره په ننۍ ليدنه کي وويل چي دوى به له خپله-خپله اړخه د ولايتي ادارې له غوښتنو سره سم کارونه کوي او په ټولو سکتوري او پرمختيايي مجالسو کي به رغنده ونډه اخلي.
د PRT نظامي قومندان رابرټ اشبړن وويل چي دوى به له اوسني پلان سره سم د راتلونکو دريو اوونيو په اوږدو کي خپله دغه څانګه تړي او افغان دولت ته يې سپاري تر څو د نورو کارونو لپاره ترې استفاده وکړي.
هغه زياته کړه چي له يادي سوي څانګي څخه يې تر انتقال وروسته هم پرمختيايي کارونه ادامه پيدا کوي او په مختلفو بخشونو کي به د افغاني ادارې د مرستي او همکارۍ لپاره پروګرامونه پر مخ بيايي.
کندهار والي د CCI مشري ته وويل چي په خپلو پروژو کي د ښځو لپاره ځآنګړي پروګرامونه ځاى کړي څو په نتيجه کي يې ښحو ته کاري فرصتونه پيدا سي او له اقتصادي پلوه پرمختګ وکړي.
نوموړي زياته کړه چي د PRT په اوسني ځآى کي دي د ښځو لپاره د نانوايي، خشکه شويي او لويو ښاري اشپزخانو جوړولو ترتيبات ونيول سي ترڅو هم ښځو ته کارونه پيدا سي او هم هلته له سته تاسيساتو څخه سمه استفاده وسي.