حامدکرزي ددوه ورځني رسمي سفرلپاره قطرته روان شو

59 | مارچ 30th, 2013


د افغانستان ارګ څخه خبر ی سرچینه وایې چي دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی د قطر د امیر حمد بن خلیفه آل ثاني په رسمي بلنه دیو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ، نن له غرمې مخکې د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو.
د هېواد جمهوررئیس به د دغه دوه ورځني سفر په لړ کې د قطر له امیر حمد بن خلیفه آل ثاني او د دغه هېواد له ځینو نورو چارواکو سره په جلا جلا ډول وګوري او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار یحیی معروفي، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني، دسولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس معصوم ستانکزی، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي، ملګرتیا لري .
داسي ویل کیږی چي کرزی به په قطر کي دطالبانو درسمۍ دفتر د پرانیستلو په لاره کي هم خبری وکړي .تېره اونۍ د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کیري هم قطر ته تللی وو، او په اردن کې یې دپاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني سره د افغانستان دسولې په تړاو خبرې کړې وې.
په قطر کې له طالبانو سره د مخامخ خبرواترو لپاره د دفتر د پرانیستلو مساله شاوخوا له ددووکلونو راهیسې روانه ده. خوددغو خبرو اترو لپاره افغان دولت وسله والو طالبانو ته ځینې شرطونه هم وړاندې کړي دي، چې دافغانستان اساسي قانون به مني او له القاعدې ډلې سره به خپلې اړیکې پرې کوي. که څه هم افغان دولت په قطر کې له طالبانو سره د خبرو اترو د دفتر پرانیستل له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره ګټور بولي، خو وسله والو طالبانو تراوسه د افغان دولت د دغو شرطونو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلې. طالبانو پخوا څوځله ویلي وو چي دافغان دولت سره به تر هغه وخته دخبرو میز ته حاضر نشي ترڅو ټول بهرني سرتیري له افغانستان څخه وتلي نه وي اودافغانستان دولت دټولوخلکودقانوني دولت په توګه رامنځته نشي ،ځکه چي دغه دولت دافغانستان قانوني دولت نه دي.

Copyright Larawbar 2007-2024