د عراق او افغانستان د جګړو مصارف ۶ ټریلیونه ډالره سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 30th, 2013


د امریکا د هارورډ پوهنتون تازه څیړنه وایی چی د عراق او افغانستان جګړې امریکا ته په تقریبأ شپږ ټریلیونو ډالرو تمامی سوي دي ( چی فعلأ یې ۵٫۸ ټریلیونه ډالره خوړلی دي ) .
دغه ۲۲ مخیزه څیړنه وایی چی که دغه ستر مبلغ پر امریکایی کورنیو وویشو نو هری کورنۍ ته به ۷۵۰۰۰ ډالره ورسیږی حال دا چی دواړه جګړې د پور په پیسو کیږی .
د دې ټیم مشري پروفیسره لیندا بلمز کوی او هغه وایی چی دغه مصارف به څو نوري لسیزی هم دوام وکړی دا ځکه چی د زرګونو زخمي او معیوبو پوځیانو دوامداره تداوی ، د پور سود او پر سود به نور سود همداسی جاری وی .
د ( ترور پر ضد ) داداسی ګرانه جګړه ده چی بشري او امریکایی تاریخ یې سارﺉ نلری .

Copyright Larawbar 2007-2024