کور / اقتصادي / په افغانستان کې د صنعت تاريخي بهير

په افغانستان کې د صنعت تاريخي بهير

زموږ په لرغوني هيواد کې چې د زرګونو کلو تاريخ لري او ددې ټولې دورې په اوږدو کې د فرهنګ او مدنيتونو ځانګو ده په يو شمير سيمو،لکه کاپيسا ،بګرام ،هډه،باميان، اي خانم،ميرزکه او نورو کې د پلټنو او کيندنو په پايله کې داسې لاسي صنايع تر لاسه شوي چې د ډير ښه او لوړ هنر ذوق استازيتوب کوي.

دځينو تاريخپوهانو او لرغون پيژندويانو د اټکل له مخې 9000 کاله دمخه په اريانا کې د فلزاتو دوره پيل شوې چې د مس او قلعي ګډ مرکب د هډوکو او تيګوڅخه د جوړو وسايلو ځای ونيو او بيا له نن نه پنځه زره کاله وړاندې دډول ډول مسکوکاتو،کلالي صنعت او ډيرو فلزي وسايل او لوښو لرونکي او وروسته د ميلاد په لومړي پيړۍ کې يې د ډيرو هلو ځلو په پايله کې دومره پرمختګ کړی دی چې خپلې ټولې اړتياوې يې په خپله پوره کړي او په ښه ډول يې خپل صنعت ته وده ورکړې ده او د زړه په مينه يې پاللي او راتلونکوته يې ښې تجربې پريښودې دي او په بيلابيلو څانګو کې کلالي،ترکاڼي ،زرګري ،اهنګري د قالينې ،ټغر،ليمڅي ،شړۍ او د نورو اوبدل.پوستين ګنډل ،خامک دوزي او داسې نورو کې يې د ستاينې وړ پرمختګونه کړي دي.

په افغانستان کې دلومړي ځل لپاره د امير دوست محمد خان په وخت کې له ماشيني صنعت څخه کار واخېستل شو. دا هغه وخت و چې افغانانو دويمه جګړه له انګريزانو سره پای ته رسولې وه او په کابل کې د وسلو جوړولو يوه لومړنۍ فابريکه جوړه کړې وه چې له افغانانو پرته هندي او ايراني کارپوهانو هم پکې کار کاو. تر امير دوست محمد خان وروسته د اميرشيرعلي خان په واکمنۍ کې د ټوپک جوړلو تر څنګ د يوشمير توپونو جوړل هم پيل شول او تر دې پرته د چاپ ماشين هم کابل ته راوړل شو چې دشمس النهار اخبار او يو شمېر کتابونه ،پوستي ټکټونه او دولتي فرمانونه به يې چاپول.خو دا هر څه د انګريزانو له دويمې پلا جګړې سره ډيرزيانمن او له ځنډ سره مخامخ شول.

کله چې 1880ميلادي کې عبدالرحمان خان واک ته ورسيد،د لرغونو ماشينونو تر فعالولو پرته يې په کابل کې د علم ګنج په نوم ماشين خانه جوړه کړه چې عسکري وسايل به يې پکې جوړول او له دې پرته يې سل لوی او واړه ماشينونه درلودل چې د چاپ،صابون جوړونې،شمع جوړونې او نورې چارې به په سرته رسېدلې، چې تقريبا 600 ټنه فلزات په صنعتي محصولاتو بدليدل او 50000 تنو په کې کار کاو.

دامير حبيب الله خان په دوره کې ماشيني صنعت لاپسې وده وکړه په 1906 ميلادي کال کې دڅرمنو او بوټانو فابريکه فعاله شوه او د وړينو منسوجاتو فابريکې هم په کار پيل وکړ.د جبل السراج د بريښنا د فابريکې بنسټ هم کيښوول شو دا وخت د صنعتي کارکوونکو شمير د 50000 تنو په شاوخوا کې و.کله چې غازي اميرامان الله خان د هيواد د خپلواکۍ اعلان وکړ د ټولنيزو،سياسي،فرهنګي او اقتصادي چارو تر څنګ يې د صنعت پياوړتياته هم ډيره مخه وکړه.د ده په واکمنۍکې دبريښنادتوليد،مطبعو،دسمنټو صنعت ،بورې،ګوګړو،کاغذ جوړولو،ښيښې جوړولو،غوړايستلو ،دمېوود کنسروا کولو او نور ماشينونه واخېستل او هيواد ته راوړل شول.

خو کله چې امير حبيب الله خان د سقاوو زوي نهه مياشتې د اړودوړ دوره جوړه کړه دا هر څه په ټپه ودريدل او ټول صنعتي کارونه پر ځای ولاړ ول ترهغه وروسته چې اعليحضرت محمد نادر خان واک ته ورسيد، نوموړي وکړاي شول په هيواد کې يو ځواکمن حکومت جوړ کړي ټولې هغه صنعتي دستګاوې چې له فعاليته پاتې وې بيرته فعالې کړي او يو څه نوي ماشينونه يې هم هيواد ته را وارد کړل اود صابون جوړلو د فابريکې بنسټ يې هم کيښود،د موټر د ترميم فابريکه هم رامنځته شوه،د ترکاڼۍ فابريکه يې هم رامنځته کړه او همدارنګه په جبل السراج کې د ټوکر فابريکې هم په کار پيل وکړ. وروسته بيا اعليحضرت محمد ظاهر شاه او شهيد سردار محمدداود خان د واکمنيو په مهال کې د هيواد صنعتي کيدو ته ډيره پاملرنه وشوه او له بيلابيلو هيوادونو څخه سپک او درانه ماشينونه هيواد ته راوړل شول چې د هيواد په پلازمينه او ولايتونو کې يې فعاليت پيل کړ.

په کال 1352 هـ ش کې د هند په بې بدله مرستې د کابل د څرخي پله په سيمه کې صنعتي پارکونوپروژه فعاله شوه چې له خصوصي متشبثينو سره يې ډيره مرسته وکړه. له 1312-1352 هـ ش پورې دهيوادپه دولتي سکټور برسېره ملي پانګوالو ته هم د صنعتي فعاليتونو اجازه ورکړل شوه چې يو شمير شرکتونو له بهر څخه سپک او درانه ماشينونه هيواد ته راوړل او په کار يې پيل وکړ چې د دغو خصوصي پروژو شمير درې سوه 300 ته رسيد چې په دې ډله کې د غالۍجوړولو، وچلونۍ (خشکه شويۍ) ،تشناب کاغذ،کارتن جوړولو ،کشمش پاکۍ،اوبدلو ،يخ جوړولو ،نجارۍ ،بوټ جوړولو او يو شمير نورې فابريکې شاملې وې.خو کله چې په 1357 هـ ش کې د ثور د مياشتې په اوومه د يوې کودتا په تر څ کې د افغانستان سياسي بدل شو په پيل کې يې د يو شمير کمونسټي هيوادنو له لوري يو شمير ماشينونه را وارد شول تر يو وخته يې کار هم وکړ خو وروسته يو شمير پانګوالو د زنداني کيدو او وژلو له امله په ټولو چارو کې بدلون رامنځته شو. کډوالي پيل شوه. مقاومت داوم وموند. د هيواد په ولايتونوکې په صنعتي توليداتو کې د کميت او کيفيت له لحاظه ډير کمښت رامنځته شو خوله دې ټولو ستونزو سره سره تر 1371هـ ش پورې په هيواد کې (574)صنعتي او توليدي موسسو شتون درلود چې په دغو موسسو کې د بريښنا د انرژۍ 41،د ډبروسکرو 10،نفت او ګاز 3،کيمياوي صنايع 73،ساختماني صنايع 18،د ماشين جوړولو او فلز کارۍ صنايع 50 د درملو د توليد صنايع 3،د چاپ او خپرونې صنايع 26،د نجارۍ او کاغذ جوړولو صنايع 16،خفيفه صنايع 141،د ارتزاقي موادو صنايع 124او نورې 69موسسې شاملې وې.

له کال 1371 هـ ش څخه وروسته په هيواد کې د واک پر سر جګړې پيل شوې او دا پورتنۍ ټولې موسسې زياتره وسوزيدې ،ماشين الات يې غلا شول تر هغه چې طالبان واک ته ورسيدل. هغوي هم پانګوالۍ ته زړه نه ښه کاو خو بيا هم يو شمير صنعتي کارونه وشول،په هيواد کې د موقتې ادارې په رامنځته کيدو سره دصنعت په برخه کې هم ځينې پرمختګونه رامنځته شول. په کال 1390هـ ش کې د هيواد په داخلي ناخالص توليد کې دصنعت د سکتور ونډه ٪21.3 سلمه وه،او په کال 1388هـ ش کې د صنعت د سکتور د داخلي توليد ټوليز ارزښت 8991ميلونه افغانۍ،په 1389هـ ش کې8949ميلونه افغانۍ او په کال 1390هـ ش 10562ميلونه افغانۍ وه. اوس مهال په افغانستان کې 288صنعتي موسيسې د صنعتي توکو د توليد په برخه کې فعاليتونه تر سره کوي چې 22000هيوادوال په کې کار کوي اود هيواد مهم صنعتي توکي عبارت دي له :کېمياوي سرې،سمنټ،دارو،مالګه،کاغذتشناب،وړه،غوښه،سابونه،غيرې الکولي مشروبات او نور.همدرانګه له ډېرو لرغونوزمانو راهيسې زموږ هېوادوال هم د لاسي صنايعو په جوړښت كې رول لري او ځينې تر اوسه لا هم دلاسي شيانو پر جوړښت اخته دي .له ډېر پخوا راهيسې زموږ په هېواد كې لاسي غالۍ، ليمڅي، ټغر، كڼي، لاس ماغوان، جرابې… او نور شيان اوبدل كيږي .

همدغسې په هېواد كې كندهارۍ غاړې، غاړكۍ، ګوتې، لاس بندونه، ملاوستني، بګړۍ… او نورتوکي اوبدل كيږي .په ځينو ځايونوكې له لرګيونه ډېر توکي لكه كړڅۍ(څمڅۍ)، مېزونه، ښاخۍ، راشپېلونه، صندلۍ، المارۍ، كاسې، دروازې جوړيږي .په هېوادكې له كاڼو او ډبرو نه هم ډېر اړين توکي لكه بغرۍ، مېچنې او نور وسايل جوړېدل چې اوس ځينې توکي په انتيكو توكيو بدل شويدي .يو مهال ډېرو وګړيو له دغو توکو ډېره ګټه پورته كوله او ټول ژوند يې په همدغو توکو مخته روان و اوس هم ځينې هېوادوال ترې ګټه پورته كوي.