دافغانستان دملي دفاع وزارت دبریتانیارپوټ دملی اردودسرتیرودتيښتي په هکله نه مني

59 | اپریل 1st, 2013


دبریتانیاددفاع وزارت په خپل یوه رپوټ کي ویلي،چي دافغانستان دملي دفاع وزارت څخه په هره میاشت کي ( ۵۰۰۰ ) دملی اردوپوځیان اوسرتیري تیښتي اوخپله دنده خوښي کوي.
دافغانستان دملي دفاع وزارت ددغه رپوټ په هکله غبرګون وښودي اوڅرګنده یې کړه ،چي دبریتانیا ددفاع وزارت ما لومات کره اودرست نه دي.
دملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي رسنیوته وویل چي دملي دفاع وزارت سیرتیر ي او پوځیان داوږدورخصتیولپاره ځي اوغیابت لري ،ولي نه ددندي دپریښدواودتیښتي له کبله. هغه وویل چي په سلوکي ۱٪ سلنه دسرتیروتیښته حقیقت لری ،اودا ځکه چي په دي وروستیوکي موږ دزیاتوستونځوسره مخامخ یو. ځیني سرتیري دطالبانو په لمسون دملي اردو په بدنه کي اغیزلری ،چي بیلګه یې دبهرنیوځواکونودبریدونواو پوځي عملیاتوښکاره نمونه ده او په دي ورستیومیاشتوکي دغه بریدونه خورا ډیر شویدي.

Copyright Larawbar 2007-2024