ميوند : ١٢٠ جريبه مځکه د کوکنارو څخه پاکه سوه

عطاالله محمدي | اپریل 2nd, 2013


د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې د کوکنارو د له منځه وړلو په کمپاين کي تېره ورځ د ميوند اولسوالۍ د شېرعلي کارېز سيمه پاکه کړې .
چارواکي وايي چي په ياده سيمکه ئې ١٢٠ جريبه مځکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې او زياتوي چي دا کار ئې د ټکټرانو په وسيله کړى .
چارواکي وايي چي په دې لړ کي هغه ماينونه چي د وسله والو له لوري ځاى پر ځاى سوي ول له منځه وړي .

Copyright Larawbar 2007-2024