دپښتونخواحکومت افغان محصلينو ته جايزې ورکړې
د اکوړه خټک د افغان محصلینو ټولنې ۴ لايق محصلینو ته دپښتونخوا حکومت لخوا د لیپ ټاپ انعامونه ورکړل شول.
د افغان محصلینو ټولنې غړي چې پاکستان کې په مختلفو پوهنتونوکې په تحصیل بوخت دي، دوي چې په خپلو فاکولتو کې دلوړو نومرو خاوندان دي د پښتونخوا حکومت هغه اعلان شوې انعامې پروسه چې له لیاری يې لائقه محصلینو ته د لیپ ټاپ کمپیوټرونه ورکول کیدل ، په آزاد رقابت کې انعامونو ته کاندید او د په لیپ ټاپونوونازول شول.
دانعام ګټونکیو محصلینو نومونه په دی ډول دي؛ ( ښاغلی بریالی خروټی)، (ښاغلی شمس الرحمان)، ( ښاغلی محمد نذیر خروټی) او ( ښاغلی محب الله هارون چې دا مهال د ټولنې ریاست هم په غاړه لرې)
په دغه ورځ دټولنې غړو لخوا یادو محصلینو ته اسقبالیه پروګرام جوړ شوی وو، یاده دی وې چې د افغان محصلینو ټولنه د پښتونخوا په څلور مهاجر کمپونو کې د محصلینو لپاره علمې، کلتورې، لارښوونیزاو سپورتې برخو خدمت ترسره کوې.