کندهار: PRT د مېوې فابريکه ښاروالۍ ته سپاري

د لراوبر اداره | اپریل 2nd, 2013


ټاکل سوې چي د کندها رولايت بيارغوني ټيم په راتلونکې يوه اوونۍ کي خپل فعاليت پاى ته ورسوي او خپل ټول تاسيسات ددغه ولايت د ښاروالۍ په واک کي ورکړي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن د خپل کار په دفتر کي د سهېل لپاره د ايساف ځواکونو قومندانۍ د ثبات برخي د مرستيال بريد جنرال وايټ سره وکتل او پر ياده موضوع يې ورسره نظريات تبادله کړل.

ښاغلي ويسا له جنرال وايټ سره په خبرو کي وويل چي ښاروالۍ رياست ته د پي ار ټي تاسيساتو سپارنه يو پر ځاى او پُرکاره ګام دى ځکه په خبره يې، چي ښاروالي ورڅخه په مختلفو برخو کي ښه استفاده کولاى سي.

نوموړي زياته کړه چي له دغه ځايه به د ولايتي بيارغوني ټيم تر وتلو وروسته د ښځو لپاره د کاري فرصتونو موندلو په خاطره استفاده وسي او هلته به نانوايي او دکاليو پرېوللو دپاره ځانګړي ځايونه جوړ سي.

کندهار والي د نن ورځي په غونډه ټينګار وکړى چي د PRT په ودانۍ کي سته تاسيسات دي له ځايه نه بې ځايه کيږي او نه دې هم وېشل کيږي ترڅو ښاروالي ورڅخه سالمه استفاده وکړي.

د نن ورځي په مجلس کي د دواړو خواوو ترمنځ د مرستندويه مؤسساتو د کارونو پر همږغي کولو او د خلکو او دولت په خوښه د پروژو پر پلي کولو باندي بحث وسو.

د يادوني وړ ده چي د کندهار د ولايتي بيا رغوني ټيم يا PRT د ۲۰۰۲ کال راهيسي ددغه ولايت د مېوې تر ټولو لويه فابريکه ( شرکت مېوه ) کي ځای پر ځای سوې وه ، د کارپوهانو په نظر د کندهار ولايت زراعت او باغدارۍ ته په کتلو سره اوس هم له دغه ځای څخه د تازه مېوې او د مېوې اوبو او مرباو د جوړولو لپاره ډېر کار اخستلای سي چي له مخي به يې هم زرګونو کسانو ته د کار امکانات پيدا سي او هم به د کندهار ولايت له مېوو څخه د اقتصاد په پرمختيا کي پام وړ ګټه واخستل سي خو د کندهار والي ښاغلي ويسا تر اوسه پوري له دغه تاسيساتو څخه يوازي د کاليو پرېوللو او د ښځو د پاره بېلابېلو کارونو پيدا کولو خبره کړېده .

Copyright Larawbar 2007-2024