په قطرکي دطالبانوددفتردپرانیستلوشرطونه
59
حامدکرزي دسولي دعالي شورادغړوسره دکتني پرمهال دخپل سفر هدف اودقطر دآمیرسره دخبرو اترو په باره کي دسولی دعالی شورا غړوسره خپل مالومات شریک کړل.
داسي ویل کیږي چي کرزي دقطردآمیرسره په قطرکي دطالبانوددفترپه پرانیستلوباندي ځیني شرطونه ایښی دي اوهغه شرطونه دادي:
۱:طالبان کولای شي ددغه دفترڅخه یواځې دسولي اوروغي جوړي لپاره ګټه واخلي .طالبان نشي کولای ددغه دفترڅخه بله کومه سیاسي ګټه پورته کړي.
۲:هغه طالبان چي دخبروپه غونډه کي برخه اخلي بایدددوی دساتني اوامنیت لاري چاري ټینګي شي اودهر ډول قید(قیودات)څخه دي وژغورل شي .
۳: دغونډي دغړوداستازوامنیت دي ټینګ شي اوهغوی ته دي هیڅ ډول زیان اوضررونه رسیږي.
دغه شرطونه دکرزی دسفو پرمهال دقطر دآمیر سره دطالبانوددفتردپرانسیتلو په اړوند ټاکل شویدي.