انسان تر ټولو زياته مينه له خپل وطن سره لري
یو انسان تر ټولو زیاته مینه له خپل وطن سره لري.له هغ وطن سره چيري چې يې د خپل ما شومتوب خواږه وختونه تېر کړي وي!د ما شومتوب خواږه یادونه او خاطرې په ټوله ژوندنه هېرېږي!
زموږ ډېرافغانان وروڼه او خوېندي د مهاجرت او پردېسي ژوند تېره وي!
دغه وروڼه، مېندي، خوېندي او پلرونه تل دوطن د بیا ودانئ او لېدو په هیله د یو ښایسته سهار ولیدو ته ګوري.د پر دېسي ژوند د افغانانو له خپل وطن سره مینه نوره هم زیاته کړېده.
زه وینه چې هغه ټول افغانان چې په نورو هيوادونو کښې له خپل وطن څخه ليري د پردیسي ژوند تېره وي.تل یې د وطن مينه په ستر ګو کښې غړېږي.
داسي افغانان هم سته چې تر اوسه یې خپل نه دی لیدلی!چې لويېدنه، ښوونې او رو زني تعليم، زده كړي يې له خپلو پر ديسو کورنیو سره په نو رو هیوادونو کښې سوي دي
هغه افغانان هم د خپل وطن ولیدوته ډېره تلوسه لري.
داهم ډېر د ویاړ ځای دئ.چې هغو افغانانو خپله ژبه، خپل کلتور، خپل ایمان
هغسي ټینګ ساتلئ دئ.وخپلو ما شومانو ته هم له خپل وطن،کلتور،ژبي او ایمان سره دميني لار ښو و نه کوي.
تل له الله پاک څخه دخپل وطن د ودانئ اوکرارئ دپاره خواست کوي.
د پردېسي ږوند ډېري ستونځي هم لري!له خپل وطنه څخه،له خپل کلي او کورڅخه،له خپل قام اوخپلوانو څخه لیري ژوند تېرول په ريښتیا هم ګران وي.
بیا هم لوی ارمان یې په زړه کښې د وطن وداني ، د وطن لیدل او په وطن کښې کراري وي.
د پر دېسي ژوند انسان په زړه نری کړي.په زړه کشې یې له خپل وطن سره،له خپلو وطن والو سره مینه نوره هم زیاته سي.د پر دیېسو افغانانو د یو خپل وطن وال و لیدو ته سترګي خېژي!
و خپل وطن او کو والو ته د ټیلفون کولو په وخت د کوروالو غږ له اوریدلو سره یې په سترګو کښې دخوشالئ اوښکي راسي!داسي خوشاله يي لکه د نړۍ ټول نعمتونه چې موندلي وي .
له وطن سره مینه د ایمان بر خه ده!
افغانان له خپل وطن سره مینه لري!څوک چې له وطن سره مینه لري،هغه له خپل قام او خلګو سره مینه لري.له وطن سره مینه یوهيجان او عادي احساس دئ .کم چې د هر افغان په زړه کښې هروخت د سمندر د څپو په شان رپېږي.
د افغانستان ۱۰۰٪ خلګ تل په هیواد کښې د کراري او د هیواد د پر مختګ هیله کوي.
د هیواد اګثره پردیس خلګ غواړي چې بېرته هیواد ته ستون سي! د هیواد په پرمختګ او بیا وداني کښي برخه واخلي.
د پردیسو افغانانو دغه مینه او له احساساتو ډکي پېر زویني چې وینم نو مي دا باور کېږي چې انشا ءالله افغان وطن به د نړۍ د سترو قامونو په قطار کښې بیا یو اوچت او ستر ځای و موندي .
که څه هم پر له پسې جنګونو نوري ویرانئ پېښي کړې.خو له هیواد او وطن سره مینه هغسي اوس هم په زړونو کښې تازه ،سوچه،سپېڅلې ، خا لصه
خوندي او ساتلې پرته ده!